پیښور28 نومبر(اے پی پی)د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره د برتانيې اوورسيز فورم استازي پلاوي د چيئرمېن محمد فاروق خان په مشرۍ كښې په ګورنر هاؤس كښې ملاقات كړی۔د پیښور ګورنر هاؤس لخوا جاري شوي بيان له مخې پلاوي ګورنر ته د فورم سيوري لاندې د برتانيې پشمول نورو هېوادونو كښې د پاكستان مصنوعات او كاروبار ته ودې وركولو په اړه د خذماتو نه خبر كړو۔په دې موقع د …
د خېبرپښتونخوا ګورنر سره د برتانيې اوورسيز بزنس فورم پلاوي ملاقات

مزید خبریں
پیښور28 نومبر(اے پی پی)د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره د برتانيې اوورسيز فورم استازي پلاوي د چيئرمېن محمد فاروق خان په مشرۍ كښې په ګورنر هاؤس كښې ملاقات كړی۔د پیښور ګورنر هاؤس لخوا جاري شوي بيان له مخې پلاوي ګورنر ته د فورم سيوري لاندې د برتانيې پشمول نورو هېوادونو كښې د پاكستان مصنوعات او كاروبار ته ودې وركولو په اړه د خذماتو نه خبر كړو۔په دې موقع د خېبرپښتونخو ګورنر پلاوي سره په خبرو كښې ووئيل چې د خېبرپښتونخوا كاروباري څانګې ته نړيوالې نړۍ كښې متعارف كولو لپاره د سنجيده اقداماتو ضرورت دې٬په صوبه كښې د سېلګرۍ څانګې پرمختګ لپاره به اړوند معاملات آسان جوړول وي۔پلاوي ګورنر ته ووئيل چې د پنجاب او سندھ په مقابله كښې د خېبرپښتونخوا څخه د ايكسپورټ د نه برابر دے۔د برتانيې پشمول ټولو اروپائي هېوادونو كښې د خېبرپښتونخوا كاروباري نمائش لپاره كردار ادا كول غواړو۔










