اسلام آباد 27 نومبر (اے پي پي)وزيراعظم شهباز شريف وئېلي دي په اسلام آباد كښې تحريك انتشار فساد خپور كړے٬هېواد د اړي ګړي او فساد متحمل كېدے نه شي٬د فساديانو به په سختۍ سره مخ نيوې كولې شي٬كه د 9 مئ ملزمانو له عدالتونو په وخت سزاګانې وركړې وې نو داسې به بيا نه كېدل۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د وفاقي كابينې غونډې په مهال په …
په اسلام آباد كښې تحريك انتشار فساد خپور كړے٬هېواد د اړي ګړي او فساد متحمل كېدے نه شي٬د فساديانو به په سختۍ مخ نيوې كولې شي۔ د وزيراعظم محمد شهباز شريف د وفاقي كابينې غونډه كښې خبرې

مزید خبریں
اسلام آباد 27 نومبر (اے پي پي)وزيراعظم شهباز شريف وئېلي دي په اسلام آباد كښې تحريك انتشار فساد خپور كړے٬هېواد د اړي ګړي او فساد متحمل كېدے نه شي٬د فساديانو به په سختۍ سره مخ نيوې كولې شي٬كه د 9 مئ ملزمانو له عدالتونو په وخت سزاګانې وركړې وې نو داسې به بيا نه كېدل۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د وفاقي كابينې غونډې په مهال په خپلو خبرو كښې وكړه۔وزيراعظم شهباز شريف ووئيل په اسلام آباد كښې يو ځل بيا فساد شوے٬قانون نافذ كوونكو ادارو په ښه ډول د هغې مخ نيوې كړے٬د فساد په وجه پاكستان او په خاص توګه اسلام آباد كښې معيشت ته زيان رسېدلے٬څو ورځې كاروبار بند ؤ او وګړي هم ستونزو سره مخ وو۔ده ووئيل په روغتونونو كښې رنځوران د ستونزو سره مخ وو٬په دواړو ښارونو كښې د ژوند نظام معطل ؤ ٬ده ووئيل سټاك ايكسچېنج 99 زره 300 رېكارډ جوړ كړے ؤ ٬په تېره يوه ورځ كښې 4000 پوائنټس كم شوي ٬د تحريك انصاف مظاهرچيان د هېواد د پرمختګ او څوكالۍ دښمنان دي٬تېره شپه د امن بحالېدو نه پس سټاك ايكسچېنج بيا 99 زره ته رسېدلے۔ده ووئيل په ټوله نړۍ كښې دا اصول دي٬سرمايه كاري هغه ځاے كېږي چرته چې امن او سكون وي۔ده ووئيل داسې حالات د 2014 څخه وړاندې چرې هم نه وو۔د دې څخه وړاندې چا هم په اسلام آباد د بريد تصور نه شو كولې۔وګړو به په ښارونو كښې احتجاج كولو او هغوي ته د آئين او قانون له مخې د امن ناكه احتجاج حق ترلاسه ؤ ۔ده ووئيل 2014 راهيسې دا ډول خطرناك احتجاجونه پېل شوي۔د چين صدر شي جن پنګ په ستمبر 2014 كښې د پاكستان په دوره راتلونكے ؤ ٬ هغه وخت دغسې فساديانو 126 ورځې دهرنه كړی وه چې په نتيجه كښې يې د چين صدر دوره ځنډولې شوې وه او بيا به اپرېل 2017 كښې هغه پاكستان ته راغلو۔شهباز شريف ووئيل د شنګهائي مرستې تنظيم غونډې په موقع دغې فساديانو بيا احتجاج پېل كړو٬په دې موقع په ښه ډول په امنيتي چېلنجونو قابو وموندلے شو او په اجتماعي بصيرت او منصوبه بندۍ كاميابي ترلاسه كړې شوه ۔پاك پوځ د امنيت ذمه واري سنبهال كړی وه٬د سعودي پلاوي دورې په موقع هم دغه هڅه شوې وه٬تخريب كاري شوې وه٬بې ګناه وګړي تنګ كړے شوي وو دغسې د اسلام آباد پوليس اهلكار شهيدان كړے شوي وو۔ده ووئيل هېواد سره مينه لرونكې څوك هم داسې نه كوي۔د پاكستان د مخالفت سوچ هم څوك نشي كولې او هغوي تر دې حده تللي چې هېواد برباد شي٬د هغوي دغه خطرناك سوچ مونږ په دې مجبوره كړې يو چې په صلاح مشوره مو سختې پريكړی وكړې ٬ ده ووئېل مونږ له د پاكستان معيشت بچ كول دي او د هېواد د پرمختګ او څوكالۍ لپاره كار كول دي٬كه مونږ د هېواد وسائل د پرلتونو په مخ نيوي ضائع كړو نو د هېواد معيشت به وځپلے شي۔ده ووئيل زمونږ سره دوه لارې دي٬مونږ له به پريكړه كول وي چې كومه لار اختيار كړو٬يوه لاره د پاكستان د پرمختګ او څوكالۍ ده٬حكومت او ټولو ادارو له به په ګډه پريكړه كول وي چې د هېواد دښمنانو مخ نيوې وكړي۔ده ووئيل د بېلاروس صدر اليګزينډر لوكاشينكو يو ځل بيا د پاكستان په دوره راغلے٬د هغه سره د ملاقات په مهال په بېلو څانګو كښې په مرسته زياتولو د خيالاتو څرګندونه شوې٬هغه په دغه منصوبو د عملي پېشرفت خوښي لري٬دسمبر كښې به د پاكستان يو پلاوې د بيلاروس دوره كوي او لوظ نامو له به حتمي شكل وركوي۔ ده ووئېل فروري كښې به د بېلاروس صدر او وزيراعظم پاكستان ترمينځه لوظ نامې كېږي٬دواړه هېوادونه په بېلو څانګو كښې د سرمايه كارۍ موقعو څخه ګټه پورته كولې شي۔ده ووئيل كله چې دا پېشرفت كېږي هغه وخت فساديان وسله راخلي په وفاق بريد كوي٬زمونږ د رينجرز او پوليس ځوانان شهيدان شوي٬د قانون نافذ كوونكو ادارو اهلكار ژوبل شوي۔ده ووئيل 77 كاله پس هم مونږ د قرضو څخه خلاص نه شو٬زمونږ معيشت اوس د استحكام پلو روان دے۔شهباز شريف ووئيل كه عدالتونو د 9 مئي ملزمانو له په وخت سزاګانې وركړی وې نو دا ورځ به نن مونږ نه ليدله ۔ده ووئيل د اسلام آباد پوليس٬رينجرز٬پنجاب پوليس٬سندھ پوليس پشمول د قانون نافذ كوونكو ادارو مننه كوم چې هغوي په ګډه دغه بريد ناكامه كړو او ټول اسلام آباد يې د فساديانو څخه خالي كړو۔ده ووئيل خېبرپښتونخوا كښې د ترهه ګرۍ له امله صورتحال خراب دے٬كرم ايجنسۍ كښې ګڼ شمېر بې ګناه وګړي شهيدان شوي٬بايد د خېبرپښتونخوا حكومت په صوبه كښې امن ته پام لرنه وكړي۔ده ووئيل د اسلام آباد بريد په مهال عسكري چارواكو بشپړه مرسته كړی۔د كورنيو چارو وزير٬د كورنيو چارو سېكرټري او د هغه د ډلې مننه كوم۔ده ووئيل فسادي ډله پاكستان د ديواليه كېدو څخه په بچ كېدو دړدېږي٬د هغوي په وخت كښې ګراني زياته شوې وه ٬پالېسي رېټ هم زيات ؤ ۔ده ووئيل نن د اتحادي ګوندونو په مرسته ټولې اشاريې مثبتې دي۔ټولې ادارې زمونږ د معاشي استحكام اعتراف كوي۔دا زمونږ د اجتماعي هڅو نتيجه ده۔په دې ټولو كاميابو كښې د ټيم ورك سره سره د سرلښكر جنرل سيد عاصم منير كردار هم مهم دے۔ده ووئيل د 2018 په ټاكنو كښې تاريخي ټګي شوې وه د هغې حساب دې هم وركړې شي ۔عمران خان په دغه اړه د كمېټۍ جوړولو اعلان كړے ؤ خو تر نن ورځې د هغې كمېټۍ كومه غونډه نه ده شوې۔نن بيا د ټګۍ په غږ پورته كولو په اسلام آباد بريد كوي٬د كوم بل ګوند په احتجاج كښې هېواد ته معمولي زيان هم نه دې رسېدلے خو د دوي د احتجاج له امله د هېواد معيشت ته لويې زيان رسېدلے۔ده ووئيل خبريالانو ته سپكې سپورې وئېلې شوي٬په نېشنل پرېس كلب بريد شوے٬دا جمهوريت نه فسطائيت دے۔ده ووئيل د اسلام آباد هائي كورټ امر كړے چې د اجازې نه بغېر څوك هم رانشي۔دوي د دغې حكم خلاف ورزي كړی٬بيا هم په سنجګاني كښې هغوي ته د ځاے وركولو وئېلې شوي وو٬ خو يو كس خپل ضد نيولے ؤ ۔د پاكستان پلو هر پورته كېدونكے لاس به ماتولې شي۔په دې موقع د شهيدانو بخښنې لپاره لاس نيوه هم وكړی شوه۔










