څلورم ټي ټونټي بلائنډ كركټ ورلډ كپ ٬ پاكستان سوئيلي افريقا ته په 8 وكټونو ماتې وركړه

لاهور۔23نومبر(اے پی پی) د څلورم ټي ټونټي بلائنډ كركټ ورلډ كپ په وړومبي مېچ كښې پاكستان سوئيلي افريقا ته 8 وكټونو سره ماتې وركړه۔ د خالي په ورځ په غنی انسټی ټیوټ کرکټ ګراؤنډ ډی اېچ اے كښې سوئيلي افريقا بلائنډ لوبډلې د پاكستان په ضد ټاس ګټلو سره د بېټنګ كولو پرېكړه وكړه او په ټاكلې اوورونو كښې يۍ د 8 وكټونو په زيان 129 رنز جوړ كړل۔ لیصوفی …

لاهور۔23نومبر(اے پی پی) د څلورم ټي ټونټي بلائنډ كركټ ورلډ كپ په وړومبي مېچ كښې پاكستان سوئيلي افريقا ته 8 وكټونو سره ماتې وركړه۔ د خالي په ورځ په غنی انسټی ټیوټ کرکټ ګراؤنډ ډی اېچ اے كښې سوئيلي افريقا بلائنډ لوبډلې د پاكستان په ضد ټاس ګټلو سره د بېټنګ كولو پرېكړه وكړه او په ټاكلې اوورونو كښې يۍ د 8 وكټونو په زيان 129 رنز جوړ كړل۔ لیصوفی 24 او ټرهار 17 رنز جوړ كړل۔ د پاكستان لخوا بابرعلی 2 او شاه زېب يو وكټ واخست۔ په ځواب كښې پاكستانۍ لوبډلې مطلوبه هدف په 10.3 اوورز كښې د دوه وكټونو په نقصان ترلاسه كړو۔ د پاكستان لخوا نعمت په 31 بالونو 59 او ظفر اقبال 31رنز جوړ كړل۔

مزید خبریں