اسلام آباد۔19نومبر(اے پی پی) د افغانستان 18 كسيزه بلائنډ كركټ لوبډله څلورم ټي 20 بلائند كركټ ورلډ كپ كښې ګډون كولو لپاره د نهې په ورځ پاكستان ته راورسېده۔ د پاکستان بلائنډ کرکټ کونسل چیئرمین او د ورلډ بلائنډ کرکټ لمېټډ صدر سید سلطان شاہ "اے پی پی" ته ووئيل د افغانستان 18 كسيزه لوبډله د طورخم د لارې پېښور ته رارسېدلې ده۔ ده ووئيل په ورلډ كپ كښې ګډون …
د افغانستان لوبډله ټي 20 بلائند كركټ ورلډ كپ كښې ګډون كولو لپاره پاكستان ته راورسېده

مزید خبریں
اسلام آباد۔19نومبر(اے پی پی) د افغانستان 18 كسيزه بلائنډ كركټ لوبډله څلورم ټي 20 بلائند كركټ ورلډ كپ كښې ګډون كولو لپاره د نهې په ورځ پاكستان ته راورسېده۔ د پاکستان بلائنډ کرکټ کونسل چیئرمین او د ورلډ بلائنډ کرکټ لمېټډ صدر سید سلطان شاہ “اے پی پی” ته ووئيل د افغانستان 18 كسيزه لوبډله د طورخم د لارې پېښور ته رارسېدلې ده۔ ده ووئيل په ورلډ كپ كښې ګډون لپاره د سوئيلي افريقه لوبډله به په 20 نومبر او د بنګله دېش ٬ نيپال او سري لنكا لوبډلې به په 21 نومبر پاكستان ته رارسي۔ د هند بلائنډ لوبډله د خارجه وزارت لخوا اېن او سي ته سترګې په لار ده۔ سید سلطان شاہ ووئيل ټولو بهرنو لوبډلو لپاره بشپړ امنيتي انتظامات شوي ۔ ده ووئيل ورلډ بلائنډ ټي ټونټي کرکټ کپ به 22 نومبر څخه تر 3 دسمبر2024 په لاهور او ملتان كښې كولې شي۔ د دې د پرانستې دستوره به په 22 نومبر لاهور كښې كيږي۔ د ایونټ د سيمي فائنل مقابلې به د دسمبر په اولنۍ نېټه د معذورو په نړيواله ورځ كولې شي۔ ده ووئيل په بلائنډ ټی ټونټی کرکټ کپ كښې 7 ډلې برخه اخلي په كومو كښې چې د كوربه لوبډلې پاكستان په شمول افغانستان، هند ،بنګله دېش ٬ سری لنکا ، سوئيلي افريقه او د نيپال لوبډلې شاملې دي۔ ده ووئيل د ورلډ کپ 15 مېچونه به لاهور او 9 به ملتان كښې كيږي۔










