پاكستان په درېم ټي ټوئنټي كركټ مېچ كښې اسټريليا ته د بريا لپاره 118 رنز هدف وركړو

هوبارټ ۔18 نومبر (اے پي پي) د پاكستان كركټ ډلې په درېم او وروستي ټي ټوئنټي مېچ كښې د اسټرېليا په ضد 117 رنز جوړولو سره كوربه ډلې ته د بريا لپاره د 118 رنز هدف وركړو۔ د ګل په ورځ هوبارټ كښې په كېدونكې مېچ كښې د پاكستان كپتان سلمان علي آغا په ټاس ګټلو د بېټنګ كولو پرېكړه وكړه۔د پاكستان د اړخه د اننګز پېل صاحبزاده فرحان او …

هوبارټ ۔18 نومبر (اے پي پي) د پاكستان كركټ ډلې په درېم او وروستي ټي ټوئنټي مېچ كښې د اسټرېليا په ضد 117 رنز جوړولو سره كوربه ډلې ته د بريا لپاره د 118 رنز هدف وركړو۔ د ګل په ورځ هوبارټ كښې په كېدونكې مېچ كښې د پاكستان كپتان سلمان علي آغا په ټاس ګټلو د بېټنګ كولو پرېكړه وكړه۔د پاكستان د اړخه د اننګز پېل صاحبزاده فرحان او بابر اعظم وكړو خو فرحان يو ځل بيا ناكامه ثابت شو او يوازې د 9 رنز په جوړولو آوټ شو خو حسيب الله 24 رنز جوړ كړل۔ دغسې عثمان خان هم په دريو رنز جوړولو آوټ شو۔ پخوانے كپتان بابر اعظم د ايډم زمپا په بال د 41 رنز جوړولو نه وروستو آوټ شو۔ او عرفان هم يوازې لس رنز جوړ كړل۔دې نه علاوه عباس آفريدي هم د يو رن په جوړولو او جهانداد خان هم د چهكې لګولو په هڅه كښې په باوينډرې كېچ شو او هغه 5 رنز جوړ كړے شول۔ د پاكستان لوبډلې وروستے آوټ شوے لوبغاړے صفيان مقيم ؤ چا چې يو رن جوړ كړے شو او حارث د كوم رن جوړولو نه غېر ناټ آوټ پاتي شو۔ دغسې د پاكستان ډله په 18۔1 اوور كښې د 117 رنز په جوړولو آوټ شوه او كروبه ډلې له يې د بريا لپاره د 118 رنز هدف وركړو۔ د اسټرېليا ښه باولر ايرون ارډي 3 وكټې تر لاسه كړې او اېډم زمپا او سپېنر جانس دوه دوه لوبغاړي آوټ كړل ۔پاتي باولرانو زيو هارټلېټ او نتهن اېلس يو يو وكټ تر لاسه كړو۔

مزید خبریں