سوئي نادرن ګېس پائپ لائن لمېټډ واپډا ته په 103 منډو ماتې وركولو سره قائداعظم ټرافي ټاټل وګټلو

كراچې 25 دسمبر ( اے پي پي) سوئي نادرن ګېس پائپ لائن لمېټډ واپډا ته په 103 منډو ماتې وركولو سره قائداعظم كركټ ټرافي ټاټل وګټلو۔ د ګل په ورځ په نېشنل سټېډيم كراچې كښې د مېچ په پنځمه او وروستې ورځ واپډا د 257 منډو په تعاقب كښې په 108 منډو او د اوو لوبغاړو په سوځېدو اننګز بېرته پېل كړو نو د واپډا ټول لوبغاړي په 153 منډو وسوځېدل او دغسې مېچ سوئي نادرن ګېس پائپ لائن لمېټډ وګټلو۔ ياسر خان په مېچ كښې 11 لوبغاړي سوځولو سره مېچ آف دي مېچ شو۔