د بنګله دیش او جنوبي افریقې ترمينځه دويم او آخري ټیسټ میچ به (سبا) پيل كېږي

چټوګرام 28 اکتوبر (اے پي پي) د بنګله دیش او جنوبي افریقې كركټ ډلو ترمينځه په دوو ميچونو مشتمل د ټیسټ سیریز دويم او آخري ټیسټ میچ به سبا د نهي په ورځ ظهور احمد چودھری سټیډیم، چټوګرام كښې پيل كېږي۔جنوبی افریقې ډلي ته د بنګله دیش په ضد دوو ټیسټ میچونو سیریز كښې د 0-1 په حساب سره وړاندې والے ترلاسه دے ۔ پروټیز ډلي وړومبي ټيسټ میچ كښې …

چټوګرام 28 اکتوبر (اے پي پي) د بنګله دیش او جنوبي افریقې كركټ ډلو ترمينځه په دوو ميچونو مشتمل د ټیسټ سیریز دويم او آخري ټیسټ میچ به سبا د نهي په ورځ ظهور احمد چودھری سټیډیم، چټوګرام كښې پيل كېږي۔جنوبی افریقې ډلي ته د بنګله دیش په ضد دوو ټیسټ میچونو سیریز كښې د 0-1 په حساب سره وړاندې والے ترلاسه دے ۔ پروټیز ډلي وړومبي ټيسټ میچ كښې د بنګله دیش ډلي له په 7 وکټو ماتې وركړې وه۔ د جنوبي افریقې ډله دا مهال د بنګله دیش په دوره ده چرته به چې د كوربه ډلي بنګله دیش په ضد د دوو ټیسټ میچونو سیریز کوي۔د جنوبي افریقې ډلي مشري به ایډن مارکرام كوي دغسې د بنګله دیش ډلي مشري به نجم الحسن شانټو کوي۔د بنګله دیش او جنوبي افریقې كركټ ډلو ترمينځه د ټیسټ سیریز دويم او آخري ټیسټ میچ به سبا د نهي په ورځ پيل كېږي كوم به چې تر 02 نومبر دوام لري۔

مزید خبریں