د خزانې وزير سره د امريكې د خزانې وزارت اسسټنټ سېکرټری ملاقات ٬ د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه

واشنګټن ۔23 اکتوبر(اے پی پی) د خزانې وزير اورنګزېب سره د امريكا د خزانې وزارت د نړيوالو مالياتو اسسټنټ سېكتر برینټ نائمن ملاقات وكړو او ده سره يۍ د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ د خزانې وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې په واشنګټن ډي سي كښې د شوي دې ملاقات په مهال د خزانې وزير برینټ نائمن د ټېكس دائرې پراخا كولو اقداماتو او …

واشنګټن ۔23 اکتوبر(اے پی پی) د خزانې وزير اورنګزېب سره د امريكا د خزانې وزارت د نړيوالو مالياتو اسسټنټ سېكتر برینټ نائمن ملاقات وكړو او ده سره يۍ د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ د خزانې وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې په واشنګټن ډي سي كښې د شوي دې ملاقات په مهال د خزانې وزير برینټ نائمن د ټېكس دائرې پراخا كولو اقداماتو او د صوبائی اېګریکلچر انکم ټېکس (اے آئی ټی) نظام د وفاقی ذاتی او کارپورېټ آمدنۍ ټېکس شرحو سره د سمولو منصوبو په اړه خبر كړو۔ ده اسسټنټ سېكتر ته د سبسډيز او د توان څانګه كښې د اصلاحاتو ٬ د سرکاری کمپنیو (اېس او ایز) تشکیل نو او په (C-PIMA)Climate Public Investment Management and Accountability منصوبه په فعاله ډول د عملدرآمد په اړه هم بريفنګ وركړو۔ ده په پاكستان كښې سرمايه كاري زياتولو له په اقداماتو هم د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ د خزانې وزير ووئيل ددې ټولو اصلاحاتو مقصد د پاكستان معيشت مضبوطول او اقتصادي رفتار ګړندے كول دي۔ د موسمياتي بدلون اثراتو مخنيوي له اقدامات هم د دې تګلارې برخه دي۔ د خزانې وزير پاكستان لپاره د آئی اېم اېف اېکسټېنډډ فنډ فېسیلټی په ترلاسه كولو كښې د امريكائي ملاتړ مننه هم وكړه

مزید خبریں