اسلام آباد۔22 اکتوبر(اے پی پی) د انګلېنډ مېنز كركټ لوبډلې د پاكستان په ضد درېم ټېسټ مېچ لپاره خپله حتمي لوبډله اعلان كړې ده۔ دا مېچ به د زيارت په ورځ په پېنډۍ كښې پېل شي۔ دويم ټېسټ مېچ په ملتان كښې شوے ؤ۔ فاسټ باؤلر ګس اټکنسن د انګلېنډ لوبډلې ته بېرته راغلے دے۔ لېګ سپنر ریحان احمد د هند په ضد فرورۍ كښې راجكوټ كښې شوي ټېسټ څخه …
انګلينډ دريم ټيسټ لپاره خپله لوبډله اعلان كړه

مزید خبریں
اسلام آباد۔22 اکتوبر(اے پی پی) د انګلېنډ مېنز كركټ لوبډلې د پاكستان په ضد درېم ټېسټ مېچ لپاره خپله حتمي لوبډله اعلان كړې ده۔ دا مېچ به د زيارت په ورځ په پېنډۍ كښې پېل شي۔ دويم ټېسټ مېچ په ملتان كښې شوے ؤ۔ فاسټ باؤلر ګس اټکنسن د انګلېنډ لوبډلې ته بېرته راغلے دے۔ لېګ سپنر ریحان احمد د هند په ضد فرورۍ كښې راجكوټ كښې شوي ټېسټ څخه وروستو په اولني ځل لوبډله كښې شامل كړے شوے۔ درېم ټېسټ لپاره د انګلېنډ لوبډله كښې زېک کرالی، بین ډکټ، اولی پوپ، جوروټ، هیری بروک، بین سټوکس (کپتان)،جیمی سمتھ، ګس اټکنسن، ریحان احمد، جیک لیچ او شعیب بشیر شامل دي










