پېښور 21 اکتوبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل کريم کنډي سره د فرنټيئر کانسټيبلري نوي تعينات شوي کمانډنټ محمد رياض نذير ګاړہ په ګورنر هاٶس پېښور كښې ليدلي دي ٬ د ملاقات په مهال په صوبه كښې امن او امان لپاره د اېف سي په وظيفائي چارو او فرائضو د خيالاتو څرګندونه شوې۔ په دې موقع ګورنر محمد رياض نذير ګاړہ ته د اېف سي کمانډنټ په …
ګورنر فېصل کريم کنډي سره د اېف سي کمانډنټ محمد رياض نذير ګاړہ وليدل
پېښور 21 اکتوبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل کريم کنډي سره د فرنټيئر کانسټيبلري نوي تعينات شوي کمانډنټ محمد رياض نذير ګاړہ په ګورنر هاٶس پېښور كښې ليدلي دي ٬ د ملاقات په مهال په صوبه كښې امن او امان لپاره د اېف سي په وظيفائي چارو او فرائضو د خيالاتو څرګندونه شوې۔ په دې موقع ګورنر محمد رياض نذير ګاړہ ته د اېف سي کمانډنټ په ذمه وارو سنبهالولو مباركي وركولو سره دوي لپاره د نېكو هيلو څرګندونه كولو سره ووئيل په صوبه كښې امن لپاره د فرنټيئر کانسټيبلري خدمات د ستائنې وړ دي٬ دا يو ښه فورس دے٬ د امن او امان صورتحال بهتر كولو لپاره د اېف سي كردار مثالي دے۔











