پېښور ۔ 21 اکتوبر (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي وئيلي دي د پېښور ښار په پرمختګ كښې به كوم كمے ونه كړے شي ٬ پېښور د ګردې صوبې د اولس ښار دے او د دې خذمت له مونږ يو يؤ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د هندکووان تحفظ فاؤنډېشن پلاوي سره په ګورنر هاؤس كښې د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې وكړه۔ د ګورنر …
د پيښور ښار په پرمختګ كښې به كوم كمے ونه كړے شي : د خيبر پښتونخوا ګورنر
پېښور ۔ 21 اکتوبر (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي وئيلي دي د پېښور ښار په پرمختګ كښې به كوم كمے ونه كړے شي ٬ پېښور د ګردې صوبې د اولس ښار دے او د دې خذمت له مونږ يو يؤ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د هندکووان تحفظ فاؤنډېشن پلاوي سره په ګورنر هاؤس كښې د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې وكړه۔ د ګورنر هاؤس پېښور لخوا د جاري شوې اعلاميې له مخې د چیئرمېن حاجی آمین حسېن بابر په مشرۍ كښې د هندکووان تحفظ فاؤنډېشن پلاوي ګورنر د تنظيم مقاصدو او خذمات په اړه خبر كړو۔ پلاوي د صوبې په نامه كښې د هندکووان شاملولو ٬ په موټروے هندکو ژبه كښې د هركلي بورډونو لګولو ، انډس روغتون لپاره د زمكې وركولو ٬ په نشه كښې د اخته وګړو درملنو له هېلتھ سنټر ٬ د پېښور ځوانانو له د وېړيا آن لائن كورسونو په شمول نورې مطالبې وړاندې كړې۔ پلاوي ووئيل د پېښور ښار د پخواني كلتور او ورثې تحفظ هم زمونږ د تنظيم مقصد دے۔ پلاوي ګورنر ته د هندكو ژبې ٬ هندكو كميونټي او د پېښور ښار پرمختګ سره سره اړوند ځينې وړاندېزونه هم وركړل۔ په ملاقات كښې ګورنر خپلو خبرو كښې ووئيل د هندکووان تحفظ فاؤنډېشن پېښور ښار او هندكوانو له سماجي خذمات د ستائنې وړ دي۔ ده ووئيل د تنظيم لخوا د وړاندې كړؤ غوښتنو ترسره كول او د مسئلو حل به باوري كولې شي۔ ده ووئيل د پېښور ښار په څير هندكو ژبه هم يو تاريخ لري۔ ده ووئيل مونږ ټولو له به په ګډه د صوبې پرمختګ له خپل كردار ترسره كول وي











