پېښور۔ 19 اکتوبر (اے پی پی) د خېبرپښتونخوا حکومت اولس ته د روغتيا وېړيا آسانۍ وركولو لپاره د صحت سهولت پروګرام لاندې د مارچ په مياشت كښې د 5 اربه روپو فنډز جاري كړې دي۔ د وزیر اعلی خېبر پښتونخوا هاؤس چارواكو له مخې هره مياشت دوه نيم څخه تر د 3 اربه روپو فنډز جاري كولې شي۔ دې سره سره د صحت كارډ په نظام كښې سپېځلتيا لپاره د …
صحت سهولت پروګرام لپاره د مارچ مياشت كښې 5 اربه روپۍ جاري كړې شوې:د وزیر اعلی خيبر پښتونخوا هاؤس چارواكي
پېښور۔ 19 اکتوبر (اے پی پی) د خېبرپښتونخوا حکومت اولس ته د روغتيا وېړيا آسانۍ وركولو لپاره د صحت سهولت پروګرام لاندې د مارچ په مياشت كښې د 5 اربه روپو فنډز جاري كړې دي۔ د وزیر اعلی خېبر پښتونخوا هاؤس چارواكو له مخې هره مياشت دوه نيم څخه تر د 3 اربه روپو فنډز جاري كولې شي۔ دې سره سره د صحت كارډ په نظام كښې سپېځلتيا لپاره د بائیومېټرک ویریفیکیشن پالیسۍ په اړه هدايات هم جاري كړي شوي دي۔ د خېبر پښتونخوا هاؤس چارواكو له مخې د روغتيا څانګې سره تړلې ټرېنی میډیکل آفیسرز لپاره د 190 چوكو منظوري وركړې شوه۔ د وزیراعلی خېبر پښتونخوا هاوس چارواكو له مخې په ضم شوو ضلعو كښې د روغتيا څانګې ته وده وركولو له د هېلتھ کېئر فاونډېشن تر انتظام لاندې يو شمېر روغتونونو له د 48 کروړه 27 لکه روپو فنډز جاري كړې شوي دي۔ دغسې د روغتيا څانګې ته وده وركولو او د خېبر پښتونخوا نرسانو ته د عصري علومو زده كولو موقعه وركولو له چیسټر یونیورسټی برطانیه سره اېم او يو لپاره خېبر میډیکل پوهنتون ته 26 کروړه 81 لکه 30 زره روپۍ د ان اېډ په مد كښې جاري كړې شوي دي۔ دغسې انسټی ټیوټ آف کارډیالوجی لپاره د ګرانټ ان اېډ په مد كښې د 12 كروړه روپو فنډز جاري كړې شوي۔ دوئي ووئيل د لوبو ودې له د 50 كروړه روپو فنډز منظور كړې شوي دي۔











