پاكستان د فلسطين په مسئله غلے پاتے كيدے نه شي ٬ د روسيه لخوا فلسطيني صدر ته د دورې بلنه يو مثبت قدم دے ٬ حافظ طاهر اشرفي

لاهور۔19اکتوبر(اے پی پی) د پاكستان علماﺀ كونسل چيئرمېن حافظ طاهر اشرفي وئيلي دي پاكستان د فلسطين په مسئله غلے پاتے كيدے نه شي ٬ خپل هر ممكن كردار به ترسره كوي ٬ د روسيه لخوا فلسطيني صدر ته د دورې بلنه وركول يو مثبت قدم دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ورځ په خپل يو بيان كښې وكړه۔ ده ووئيل په يو كال كښې 42 زره فلسطيني …

لاهور۔19اکتوبر(اے پی پی) د پاكستان علماﺀ كونسل چيئرمېن حافظ طاهر اشرفي وئيلي دي پاكستان د فلسطين په مسئله غلے پاتے كيدے نه شي ٬ خپل هر ممكن كردار به ترسره كوي ٬ د روسيه لخوا فلسطيني صدر ته د دورې بلنه وركول يو مثبت قدم دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ورځ په خپل يو بيان كښې وكړه۔ ده ووئيل په يو كال كښې 42 زره فلسطيني وګړي شهيدان كړې شوي دي٬ 100 زره څخه زيات ژوبل دي٬ په دې حالاتو كښې پاكستان په هره يوه ممكنه كچه د فلسطيني اولس حقونو لپاره او د اسرائيلي بربريت په ضد غږ پورته كړے دے۔ طاهر اشرفي ووئيل تېره مياشت ما انټرنیشنل مسلم علماء فورم څخه د روسيه صدر ولادي مير پوټن ته اپيل كړے ؤ چې د هغه هېواد روسيه ٬ چين او سعودي عربستان دې د فلسطين مسئلې حل كولو له عملي ګامونه پورته كړي۔ د روسيه صدر لخوا د سعودي عربستان د ولي عهد امير محمد بن سلمان امن لپاره هڅې ستائل او فلسطيني صدر ته د روسيه دورې بلنه وركول يو مثبت ګام دے په كوم چې مونږ د هغه مننه كوؤ۔ ده ووئيل د فلسطيني زده كوؤنكو پاكستان ته راتلل د پاكستان او فلسطين يو بل سره د مينې دليل دے او كه پاك پروردګار ته منظور وي د پاكستان اولس او حكومت به خپل كردار دغسې ترسره كولو دوامدار ساتي۔

مزید خبریں