د پاکستان سپنرز نعمان علي او ساجد خان 52 كاله پس په يو ټېسټ كښې د دوو سپنرز د 20 وكټو اغستو رېكارډ برابر كړو

ملتان 18 اکتوبر (اے پي پي) د انګلېنډ په ضد په دوېم ټېسټ مېچ كښې د پاکستان سپنرز نعمان علي 11 او ساجد خان 9 وکټې ترلاسه كولو سره د دوو سپنرز لخوا د شلو وكټو اغستو 52 كلن رېكارډ برابر كړے دے٬ د دې ټېسټ نه وړاندې دوه پاكستانو بالرانو په ټېسټ مېچ كښې د 20 وكټونو اغستو كارنامه 52 كاله وړاندې تر سره كړې وه٬ پاكستان په كال …

ملتان 18 اکتوبر (اے پي پي) د انګلېنډ په ضد په دوېم ټېسټ مېچ كښې د پاکستان سپنرز نعمان علي 11 او ساجد خان 9 وکټې ترلاسه كولو سره د دوو سپنرز لخوا د شلو وكټو اغستو 52 كلن رېكارډ برابر كړے دے٬ د دې ټېسټ نه وړاندې دوه پاكستانو بالرانو په ټېسټ مېچ كښې د 20 وكټونو اغستو كارنامه 52 كاله وړاندې تر سره كړې وه٬ پاكستان په كال 1956 كښې په كراچۍ ټېسټ كښې اسټراليا ته په نهه وكټس ماتې وركړې وه، په دې مېچ كښې فضل محمود او خان محمد په مشتركه توګه 20 لوبغاړي آٶټ كړي وو٬ فضل محمود په ميچ كښې 13 او خان محمد 7 وكټس اغستې وو۔ د پاکستان سپنرز په درېم ځل شل وكټونه اغستې دي٬ د دې نه وړاندې په كال 1987 كښې د انګلېنډ په ضد توصيف احمد، عبدالقادر او اقبال قاسم 20 لوبغاړي آٶټ كړي وو

مزید خبریں