بې روزګاري لويې چيلج دے ٬ د هنر ورزده كولو نه پس ځوانان روزګار لپاره بهر هيوادونو ته د ليږلو خوب ريښتيا كيږي: د بلوچستان وزيراعلی دستورې ته خطاب

کوئټه۔ 18 اکتوبر (اے پی پی) د بلوچستان وزیراعلیٰ میر سرفراز بګټي وئيلي دي بې روزګاري لويې چيلج دے ٬ د هنر ورزده كولو نه پس ځوانان روزګار لپاره بهر هيوادونو ته د ليږلو خوب ريښتيا كيږي٬ ، چیف منسټر یوتھ اسکلز ډوېلپمنټ پروګرام كښې به مېرټ باوري كوؤ٬ بلوچستان څخه تلونكي ځوانان دې د پاكستان غوره تشخص رامخې ته كړي ٬ دوئي بايد د ګمراه كېدو څخه ځان اوساتي …

کوئټه۔ 18 اکتوبر (اے پی پی) د بلوچستان وزیراعلیٰ میر سرفراز بګټي وئيلي دي بې روزګاري لويې چيلج دے ٬ د هنر ورزده كولو نه پس ځوانان روزګار لپاره بهر هيوادونو ته د ليږلو خوب ريښتيا كيږي٬ ، چیف منسټر یوتھ اسکلز ډوېلپمنټ پروګرام كښې به مېرټ باوري كوؤ٬ بلوچستان څخه تلونكي ځوانان دې د پاكستان غوره تشخص رامخې ته كړي ٬ دوئي بايد د ګمراه كېدو څخه ځان اوساتي او د پرمختګ لپاره مثبت سوچ خپل كړي۔ د بلوچستان حكومت د خپلو ضرورتونو او منصوبو په كمولو وسائل په ځوانانو مصرف كوي۔ د دې خيالاتو څرګنده ده په كوئټه كښې د چیف منسټر یوتھ اسکلز ډوېلپمنټ پروګرام پرانستې دستورې ته خپل خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل د ځوانانو هنرمنده جوړول او بيا بهر هېوادونو ته روزګار لپاره لېږل يو خوب ؤ كوم چې نن ريښتيا كيږي۔ ده ووئيل بېروزګاري يو لويې چېلنج دے ٬ د روزګار موقعې كمې دي ٬ په دې حالاتو كښې حل دا رامخې ته شو چې ځوانان هنرمند كړے شي او بهر هېوادونو ته ولېږلې شي۔ ده ووئيل صدر مملكت آصف علي زرداري ٬ چيئرمېن بلاول بھټو زرداری او وزیراعظم شهباز شریف دې آئیډیا سره اتفاق كړے۔ ده ووئيل په چیف منسټر یوتھ اسکلز ډوېلپمنټ پروګرام كښې به مېرټ باوري كوؤ ٬ هرې ضلعې څخه به په يو برابر شمېر ځوانان غوره كولې شي۔ ټول وزيران ٬ سېكتران او افسران دې 100 فيصده مېرټ باوري كړي۔ ده ځوانانو ته ووئيل تاسو بايد د هېواد غوره تشخص رامخې ته كړې٬ تاسو د پاكستان سفيران يې ٬ ګمراه كېدو څخه ځان اوسات او ٬ پرمختګ لپاره مثبت سوچ خپل كړئ۔ ده ووئيل د بلوچستان حكومت د خپلو ضرورتونوم او منصوبو په كمولو وسائل په ځوانانو مصرف كوي۔ ده ووئيل مونږ د بینظیر بھټو اسکالرشپ پروګرام لاندې صلاحيت لرونكو ځوانانو ته د مخ په وړاندې تللو موقعې وركوؤ، د بېډ ګورننس خاتمې سره به ځوانان رياست ته نزدې كړؤ۔ ده ووئيل مونږ ځوانانو ته د پرمختګ موقعې وركوؤ ٬خو بل اړخ ته ځوانان ځان مرګې بريد كوؤنكي جوړولې شي۔ ده ووئيل ځوانانو له به مثبت سوچ سره مخ په وړاندې تلل وي۔ ده ووئيل دا پرېكړه به د بلوچستان اولس كوي چې څوك سم دي او څوك غلط٬ رياست زمونږ پېژندګلو ده ٬ د دې قدر كول زمونږ د ټولو ذمه واري ده۔ ده ووئيل د پرمختګ لاره بلوچستان څخه تېرېږي ۔ ده ووئيل په سوشل ميډيا د بې بنسټه پروپېګنډو د لارې خلق ګمراه كولې شي۔ يو اړخ ته د شنګھائي مرستې تنظيم كنفرنس روان ؤ او بل اړخ ته د رېپ بې بنسټه پروپېګنډې سره ناقراري رامخې ته كړې شوه

مزید خبریں