كوز دير 17 اکتوبر (اے پي پي) د كوز دير ډپټي کمشنر محمد عارف خان په مشرۍ كښې په 20 ستمبر کيدونكو لوکل ګورنمنټ ضمني بلدياتي ټاكنو تيارو په اړه غونډه وشوه، د كوز دير ډسټرکټ اليکشن کمشنر جمشيد خان او ريټرنګ آفيسر / ايډيشنل اسسټنټ کمشنر ريونيو طارق خان د ضمني ټاكنو په اړه بريفنګ وركړو۔ په 20 اکتوبر 2024 په څلور ويليج کونسلو پيټو يار خان بانډه تحصيل …
د كوز دير ډپټي کمشنر په مشرۍ كښې غونډه،ضمني بلدياتي ټاكنو تياريو جاج واخستلې شو
كوز دير 17 اکتوبر (اے پي پي) د كوز دير ډپټي کمشنر محمد عارف خان په مشرۍ كښې په 20 ستمبر کيدونكو لوکل ګورنمنټ ضمني بلدياتي ټاكنو تيارو په اړه غونډه وشوه، د كوز دير ډسټرکټ اليکشن کمشنر جمشيد خان او ريټرنګ آفيسر / ايډيشنل اسسټنټ کمشنر ريونيو طارق خان د ضمني ټاكنو په اړه بريفنګ وركړو۔ په 20 اکتوبر 2024 په څلور ويليج کونسلو پيټو يار خان بانډه تحصيل بلامبټ ، ويليج کونسل حاجي آباد تحصيل بلامبټ ، ويليج کونسل صدبر کلے تحصيل ثمرباغ او ويليج کونسل رحيم آباد تحصيل منډا كښې ټاكني كيږي۔په 23 اکتوبر 2024 به سرکاري نتيجې جاري كولې شي ۔ په مجموعي توګه په 12 چوكو كښې 6 جنرل او 06 ميرمنو لپاره بيلي شوې۔د كوز دير ډپټي کمشنر محمد عارف خان ووئيل د ټاكنو ټول انتظامات بشپړ شوې۔ ووټنګ لپاره 8 نه تر 5 بجے وخت مقرر شوې ، اليکشن کمېشن آف پاکستان د اړخه جاري شوې ضابطه اخلاق عمل در آمد به باوري كولې شي۔تر ټولو اول به فيميل سټاف له په عزت سره اليکشن ميټريل وركولې شي او د ټرانسپورټ آسانۍ به باوري كولې شي۔ په امناكه ډول ضمني ټاكني كول د ټولو سرکاري ملازمانو شريكه ذمه واري ده۔











