جموں ۔15اکتوبر(اے پی پی) په غېر قانوني توګه د هند قبضه كړي شوي جمو وكشمير په كشتواړ ضلع كښې د اور لګېدو په يوه پېښه كښې 90 څخه زيات كورونه او جامع مسجد سوزېدلے دے۔ د كشمير ميډيا سروس له مخې د ضلعې په مروه سيمه كښې په يو كور كښې اور ولګېد كوم چې په لږ وخت كښې نزدې كورونه په خپله ولقه كښې واخستل۔ د پېښې په نتيجه …
په كشتواړ كښې د اور لګيدو پيښه ٬ 90 څخه زيات كورونه ٬ جامع مسجد وسوزيد ٬ د قابض انتظاميې د بې حسۍ او غفلت له امله وضعه لا ناوړه شوه
جموں ۔15اکتوبر(اے پی پی) په غېر قانوني توګه د هند قبضه كړي شوي جمو وكشمير په كشتواړ ضلع كښې د اور لګېدو په يوه پېښه كښې 90 څخه زيات كورونه او جامع مسجد سوزېدلے دے۔ د كشمير ميډيا سروس له مخې د ضلعې په مروه سيمه كښې په يو كور كښې اور ولګېد كوم چې په لږ وخت كښې نزدې كورونه په خپله ولقه كښې واخستل۔ د پېښې په نتيجه كښې 90 څخه زيات كورونه وسوزوېدل۔ د واړون اوسيدونكي عبدالرحمان مهرو ووئيل چې په تېرو 15 كلونو كښې دا د اور لګېدو پنځمه پېښه ده۔ ده ووئيل يوازې د واړون په تحصيل د اور لګېدو پېښو كښې د سوؤنو په شمېر كورونه سوزيدلي دي۔ د ځائي وګړو وېنا ده چې په وادی واړون كښې د شوې تباهۍ ذمه وار د كشتواړ ضلعي انتظاميه ده۔ د دوئي وېنا وه چې د غوښتنو او احتجاج باوجود ضلعي انتظاميه په واړون او مروه سب ډويژن كښې د فائر سټېشن په جوړولو كښې ناكامه پاتې شوې ده چې په نتيجه كښې يۍ تباهي مخ په زياتېدو ده۔ دوئي په انتظاميه زور راوړو چې هغه دې په سيمه كښې فائر سټېشن جوړ كړي دغسې چی په راتلونكي كښې ددې ډول پېښو مخنيوي وكړې شي۔











