لاهور 14 اکتوبر (اے پي پي) د پنجاب اعلې وزيرې مريم نواز د چين وزيراعظم لي چيانګ د پاكستان دورې هركلي كولو سره وئيلي دي د چين وزيراعظم لي چيانګ د پنجاب حکومت او اولس لخوا هركلے كوم٬ دې ووئيل د چين وزيراعظم دوره د پاکستان سرےه د دوستۍ د نوي باب آغاز ګڼو٬ د چين او پاکستان ترمېنځه اړيكې د نړيوال امن٬ د منطقې سوكالۍ او پرمختګ ضامن دي۔ …
د چين وزيراعظم دوره پاکستان سره د دوستۍ د نوي باب آغاز دے۔ وزيراعلي مريم نواز
لاهور 14 اکتوبر (اے پي پي) د پنجاب اعلې وزيرې مريم نواز د چين وزيراعظم لي چيانګ د پاكستان دورې هركلي كولو سره وئيلي دي د چين وزيراعظم لي چيانګ د پنجاب حکومت او اولس لخوا هركلے كوم٬ دې ووئيل د چين وزيراعظم دوره د پاکستان سرےه د دوستۍ د نوي باب آغاز ګڼو٬ د چين او پاکستان ترمېنځه اړيكې د نړيوال امن٬ د منطقې سوكالۍ او پرمختګ ضامن دي۔ دې ووئيل د پاکستان او چين ترمېنځه په اړيكو كښې د ګرم جوشۍ كرېډټ د پاکستان مسلم ليګ(ن) قائد نواز شريف لري۔ وزيراعظم شهباز شريف د پاك چين اړيكو په لا مستحكم او مضبوطولو كښې بشپړ كردار لوبوي٬ مريم نواز ووئيل د پاکستان مسلم ليګ(ن) په حکومت كښې سي پېك پېل د دواړو هېوادونو د دوستۍ ناقابل ترديد ثبوت دے۔ مريم نواز ووئيل بيلټ اينډ روډ انيشيټو نړيوالې سوكالۍ لپاره د چين د عزم څرګندونه ده ٬ د چين د اقتصادي پرمختګ خوږو څخه د نړۍ خلق مستفيد كېږي۔











