كوئټه 14 اکتوبر (اے پي پي)د بلوچستان ګورنر جعفر خان مندوخيل وئېلي دي د شنګهائي مرستې تنظيم(اېس سي او)مشرانو غونډې كوربتوب د پاكستان لپاره د اعزاز خبره ده٬په غونډه كښې به د نړيوالو لارښودو ګډون څخه په هېواد كښې د سرمايه كارۍ امكانات زيات شي۔په خپل يو بيان كښې ده ووئيل د شنګهائي مرستې تنظيم په تندۍ سره په نړيواله كچه خپل نوم او مقام جوړوي٬دا تنظيم به د هېوادونو …
د اېس سي او غونډې كولو څخه به په هېواد كښې د سرمايه كارۍ امكانات زيات شي۔د بلوچستان ګورنر
كوئټه 14 اکتوبر (اے پي پي)د بلوچستان ګورنر جعفر خان مندوخيل وئېلي دي د شنګهائي مرستې تنظيم(اېس سي او)مشرانو غونډې كوربتوب د پاكستان لپاره د اعزاز خبره ده٬په غونډه كښې به د نړيوالو لارښودو ګډون څخه په هېواد كښې د سرمايه كارۍ امكانات زيات شي۔په خپل يو بيان كښې ده ووئيل د شنګهائي مرستې تنظيم په تندۍ سره په نړيواله كچه خپل نوم او مقام جوړوي٬دا تنظيم به د هېوادونو غړو ترمينځه به اقتصادي مرسته٬تجارت او سرمايه كارۍ كښې د اضافې لار هواره كړي۔ده هيله څرګنده كړه چې اېس سي او غونډه په پاكستان كښې كولو څخه نه يوازې منطقه كښې استحكام راپېدا شي بلكې اقتصادي پرمختګ ته به وده هم ترلاسه شي۔











