پېښور ۔ 14 اکتوبر (اے پی پی) د هلال احمر پاکستان خېبر پښتونخوا چېپټر مېنجمنټ كمېټۍ غونډه د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي په مشرۍ كښې وشوه په كومه كښې چې چیئرمېن ملک عظمت اورکزئی، د صوبائي اسمبلۍ غړي احمد کریم کنډی، پرنسپل سېکرټری ټو ګورنر زبېر خټک او نورو غړو ګډون وكړو۔ په غونډه كښی هلال احمر پاکستان خېبر پښتونخوا چېپټر لپاره فرزند وزير وائس چیئرمېن غوره كړو …
په طبعي آفتونو او بیړني حالتونو كښې هلال احمر د صوبې اولس سره په وخت مرسته كړې ٬ فيصل كريم كنډي
پېښور ۔ 14 اکتوبر (اے پی پی) د هلال احمر پاکستان خېبر پښتونخوا چېپټر مېنجمنټ كمېټۍ غونډه د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي په مشرۍ كښې وشوه په كومه كښې چې چیئرمېن ملک عظمت اورکزئی، د صوبائي اسمبلۍ غړي احمد کریم کنډی، پرنسپل سېکرټری ټو ګورنر زبېر خټک او نورو غړو ګډون وكړو۔ په غونډه كښی هلال احمر پاکستان خېبر پښتونخوا چېپټر لپاره فرزند وزير وائس چیئرمېن غوره كړو او د اعزازی خزانچی په ټاكنو كښې عزرا جمشید د پانګورې په توګه برقرار وساتلې شوه۔ ګورنر فېصل کریم کنډی په دې موقع خپلو خبرو كښې ووئيل د هلال احمر كردار اولس لپاره زيات ګټور ضروري دے۔ ده ووئيل د هلال احمر كردار په نړيوال كچه منلے شوے۔ ده ووئيل په طبعي آفتونو او بیړني حالتونو كښې هلال احمر د صوبې اولس سره په وخت مرسته كړې او د دې ادارې كردار په معاشرتي پرمختګ كښې زيات مهم دے۔ ګورنر د هلال احمر په منصوبو كښې د حكومت لخوا د مرستې باور وركړو۔ ده ووئيل زه به وفاق څخه د فنډ په ترلاسه كولو كښې تاسو لپاره د يو وكيل په توګه خپل كردار ترسره كوم۔ په دې موقع ډیرہ اسماعیل خان، اېبټ آباد، مانسهرہ او سوات كښې د اېمرجنسی رېسپانس سنټرز جوړېدو په اړه وړاندېزونه زيات ضروري وګرځولې شول۔











