د خېبر پښتونخوا وزير اعليٰ علي امين ګنډاپور په بنوں پوليس لائنز د ترهه ګرو د بريد غندنه وكړه

پېښور 14 اکتوبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزير اعليٰ علي امين ګنډاپور د بنوں په پوليس لائنز د ترهه ګرو د بريد غندنه كولو سره د پېښې په اړه د پوليس اعلي چارواكو څخه رپورټ وغوښتلو۔علي امين ګنډاپور په بريد كښې د پوليس اهلکارو په شهادت د افسوس او د شهيدانو كورنيو سره د يووالي او غمرازۍ څرګندونه وكړه دغسې په دې مهال ده د شهيدانو لوړو درجو …

پېښور 14 اکتوبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزير اعليٰ علي امين ګنډاپور د بنوں په پوليس لائنز د ترهه ګرو د بريد غندنه كولو سره د پېښې په اړه د پوليس اعلي چارواكو څخه رپورټ وغوښتلو۔علي امين ګنډاپور په بريد كښې د پوليس اهلکارو په شهادت د افسوس او د شهيدانو كورنيو سره د يووالي او غمرازۍ څرګندونه وكړه دغسې په دې مهال ده د شهيدانو لوړو درجو او غمجنو كورنيو زغم لپاره دعا اوكړه۔ده د ژوبل كسانو زر روغتيا له دعا كولو سره ضلعي انتظاميې ته ژوبل كسانو له د ښو طبي آسانيو وركولو سپارښتنه هم وكړه ۔ ده ووئيل د شهيدانو كورنۍ به يواځي نه پرېښودلې كېږي،د هغوي به بشپړه مرسته كولې شي۔ده ووئيل په پوليس لائنز بريد كول يو ناوړھ كار دے ٬ د دې چې څومره هم غندنه وكړې شي كمه ده۔ده ووئيل امن لپاره پوليس ځوانانو لوئ قربانۍ وركړي كومو ته چې پيرزوئنې وړاندې كوو۔

مزید خبریں