د خيبر پښتونخوا حكومت په پریزن رولز 2018 كښې د بدلونونو اعلاميه جاري كړه

پېښور 14 اکتوبر (اے پی پی) د خيبر پښتونخوا حكومت په پریزن رولز 2018 كښې د بدلونونو اعلاميه جاري كړې ده۔ د سنټرل جيل پېښور اعلاميې له مخې د ګردې صوبې بنديوانو ته به چاے او پراټهې وركولې شي٬ بنديوان كه د چائے په ځاے كوم بل څيز غواړي هغه به وركولې شي۔ په اعلاميه كښې وئيلې شوي چې بنديوانو ته به د غرمې په ډوډۍ كښې د ګل او …

پېښور 14 اکتوبر (اے پی پی) د خيبر پښتونخوا حكومت په پریزن رولز 2018 كښې د بدلونونو اعلاميه جاري كړې ده۔ د سنټرل جيل پېښور اعلاميې له مخې د ګردې صوبې بنديوانو ته به چاے او پراټهې وركولې شي٬ بنديوان كه د چائے په ځاے كوم بل څيز غواړي هغه به وركولې شي۔ په اعلاميه كښې وئيلې شوي چې بنديوانو ته به د غرمې په ډوډۍ كښې د ګل او زيارت په ورځ د چڼو دال د نهې په ورځ دال ماش ٬ د شورؤ په ورځ سپينه چنا ٬ د خالي په ورځ آلو ٬ چرګ او د اتوار په ورځ لوبيا وركولې شي۔ دې سره سره د شپې په ډوډۍ كښې به دوئي ته د ګل په ورځ آلو ٬ غوښه ٬ د نهې په ورځ آلو ٬ هګۍ يا سبزي ٬ د شورو په ورځ سبزي ٬ د زيارت په ورځ پلاؤ غوښه ٬ د جمعې په ورځ مونګ وريژې ٬ د خالي په ورځ سبزي حلوه او د اتوار په ورځ دال مسور وركولې شي

مزید خبریں