د وزيراعلی علي امين ګنډاپور په پشتون جرګه د اسمبلۍ باور ترلاسه كولو پريكړه

پېښور۔ 14 اکتوبر (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا وزيراعلی علي امين ګنډاپور په پشتون جرګه د اسمبلۍ باور ترلاسه كولو پرېكړه وكړه٬ د اسمبلۍ غونډه كښې به په مطالبو خبره كولې شي۔ په يو بيان كښې د كے پي كے وزيراعلی ووئيل د پاك پروردګار شكر ادا كوم چې جرګه امن او خېريت سره پايې ته ورسېده٬ د يو كوربه په حېث ما په ډېر كم وخت كښې د …

پېښور۔ 14 اکتوبر (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا وزيراعلی علي امين ګنډاپور په پشتون جرګه د اسمبلۍ باور ترلاسه كولو پرېكړه وكړه٬ د اسمبلۍ غونډه كښې به په مطالبو خبره كولې شي۔ په يو بيان كښې د كے پي كے وزيراعلی ووئيل د پاك پروردګار شكر ادا كوم چې جرګه امن او خېريت سره پايې ته ورسېده٬ د يو كوربه په حېث ما په ډېر كم وخت كښې د غوره آسانۍ وړاندې كولو بشپړه هڅه وكړه۔ علی امین ګنډاپور ووئيل چې د ټولو قامونو صلاكارانو او د ټولو ګوندونو استازو مشاورت وكړو٬ د وزيراعلی په حېث د آئين او قانون دننه پاتې كېدو سره به په دې وړاندېزونو د عمل درآمد باوري كولو بشپړه هڅه كوم۔ ده ووئيل كومې مطالبې چې د صوبائي حكومت له دائره كار څخه بهر دي هغه به د وفاقي چارواكو په وړاندې پورته كوم۔ ده ووئيل وفاق او نورو چارواكو سره به په ګډه ددې مسئلو د حل كولو ټولې ممكنه هڅې كولې شي۔ ده ووئيل د حكومت او رياست فرض دي چې هغه د اولس د هيلو له مخې مسئلې حل كولو سره هغوي مطمئن كړي۔ ده ووئيل په دې ټولو چارو به په صوبائي اسمبلۍ كښې تفصيلي خبره كوم۔

مزید خبریں