کوئټه 12 اکتوبر (اے پي پي) د بلوچستان وړومبۍ وويمن يونيورسټي د ترقۍ پلو روانولو، تعليمي معيار ښه كولو له شعوري هڅي كوو، وائس- چانسلرشپ يواځي يو اعزاز نه بلکه لويه ذمه واري هم ده،نن مونږ وويمن يونيورسټۍ كښې د زدكونكو شعور، رنګ او تخليقي صلاحيتونو په امتزاج اډانه د فائن آرټ نندارتون كښې فن پارو كتلو له راجمع شوې يو،د فائن آرټ دا ښه نندارتون د انساني تخيل څرګندوني …
د صوبے وړومبۍ وويمن يونيورسټي د ترقۍ پلو روانولو، تعليمي معيار ښه كولو له شعوري هڅي كوو۔جعفرخان مندوخيل
کوئټه 12 اکتوبر (اے پي پي) د بلوچستان وړومبۍ وويمن يونيورسټي د ترقۍ پلو روانولو، تعليمي معيار ښه كولو له شعوري هڅي كوو، وائس- چانسلرشپ يواځي يو اعزاز نه بلکه لويه ذمه واري هم ده،نن مونږ وويمن يونيورسټۍ كښې د زدكونكو شعور، رنګ او تخليقي صلاحيتونو په امتزاج اډانه د فائن آرټ نندارتون كښې فن پارو كتلو له راجمع شوې يو،د فائن آرټ دا ښه نندارتون د انساني تخيل څرګندوني يوه ښه موقع ده۔د دې خيالاتو څرګندونه د بلوچستان ګورنر جعفرخان مندوخيل وويمن يونيورسټۍ كښې د فائن آرټ نندارتون ګډون كونكو ته وينا كښې وكړه۔په دې موقع د تعليم صوبائي وزيري راحيله حميد خان دراني هم موجود وه۔په خپله وينا كښې د بلوچستان ګورنر ووئيل فائن آرټ كښې استعماليدونكي هر رنګ ، هر لفظ او برش ماهرانه استعمال په حقيقت كښې د فنکار د جذباتو عکاسي کوي۔د بلوچستان ګورنر د وويمن يونيورسټۍ ټولو ذمه وارو ته مخاطب کيدو سره هيله څرګنده كړه چې دا ډول دستوري دې سباؤن كښې هم وكړې شي او زدكونكو ته خواست كوو چې په دې دې په زړه پوري ډول برخه واخلي۔دې څخه وړاندې د بلوچستان ګورنر د فائن آرټ نندارتون كښې اېښودلې شوي ټولو فن پارو معائنه وكړه او د فنکارانو ډاډګيرنه ئې وكړه۔











