مونږ ټولو له به په ګډه صوبه كښې امن راوستل وي ۔ د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كنډي

پېښور 10 اكتوبر (اے پي پي)د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي وئيلي دي د صوبې امن ته به خاص پام لرنه كولې شي او د نن جرګې دا يواځنۍ ايجنډا ده۔ وزيراعليٰ هاؤس كښې جرګې ته خپله وينا كښې ده ووئيل د جرګې په كولو كه يو پلو د صوبائي حكومت مننه كوم نو ورسره د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي دلته په د راتګ هم خصوصي مننه كوم۔ده …

پېښور 10 اكتوبر (اے پي پي)د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي وئيلي دي د صوبې امن ته به خاص پام لرنه كولې شي او د نن جرګې دا يواځنۍ ايجنډا ده۔ وزيراعليٰ هاؤس كښې جرګې ته خپله وينا كښې ده ووئيل د جرګې په كولو كه يو پلو د صوبائي حكومت مننه كوم نو ورسره د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي دلته په د راتګ هم خصوصي مننه كوم۔ده ووئيل د خېبر پښتونخوا وزيراعليٰ او صوبائي اسمبلۍ غړو هم مننه كوم چا چې دا جرګه رابللې ده ۔ده ووئيل مونږ خپلو كښې سياسي اختلافات لرو خو د صوبې د امن د اولس سوكالۍ او پرمختګ او د صوبې ګټې ته به خاص پام لرنه كولې شي۔ده ووئيل خبري اتري كول د ټولو مسئلو حل دے او سيمه كښې د افغانستان مسئله زمونږ په وړاندې ده چرته چې نړيواله ورورولي د خبرو اترو د لاري د مسئلې حل لټولو ته صلاح شوې ۔ضلع خېبر په اړه ده ووئيل زمونږ سره وخت كم دے مونږ له به خبرو اترو ته كښناستل او د مسئلې حل راوېستل وي ٬ ده ووئېل څوك چې د هېواد آئين او قانون مني بايد هغوي سره خبرې اترې وكړې شي۔ده ووئيل ځيني غوښتني به د صوبائي حكومت څخه وي او ځيني به د وفاقي حكومت څخه وي ٬ دلته وزيراعليٰ ناست دے او د كورنيو چارو وزير هم او سياسي قيادت هم ٬ بايد په ګډه د مسئلې حل راوېستلې شي۔ده ووئيل د امن صورتحال خراب دے ٬ د صوبې كڼي سيمي نن هم نوګو ايرياز دي ټولو له په ګډه صوبه كښې امن راوستل و

مزید خبریں