كوئټه 08 اكتوبر (اے پي پي) د وزير اعظم د موسمي بدلون كوآرډينېټري رومينه خورشيد عالم وئيلي د چين په مرسته د شي پاور اقدام مقصد د بلوچستان ميرمنو ته روغتيا زياتې آسانۍ وركول دي ٬ دا اقدام د پاك چين اقتصادي راهدارۍ لاندې د روانې مرستې عكاسي كوي، دې سره به سكولونو كښې ډراپ رېټ كم او د جينكو د خپلو صحت مسئلو حل كولو كښې مرسته ترلاسه شي، …
د چين په مرسته د شي پاور اقدام مقصد د بلوچستان ميرمنو ته د روغتيا آسانۍ وركول دي: د موسمي بدلون كوآرډينيټره رومينه خورشيد عالم
كوئټه 08 اكتوبر (اے پي پي) د وزير اعظم د موسمي بدلون كوآرډينېټري رومينه خورشيد عالم وئيلي د چين په مرسته د شي پاور اقدام مقصد د بلوچستان ميرمنو ته روغتيا زياتې آسانۍ وركول دي ٬ دا اقدام د پاك چين اقتصادي راهدارۍ لاندې د روانې مرستې عكاسي كوي، دې سره به سكولونو كښې ډراپ رېټ كم او د جينكو د خپلو صحت مسئلو حل كولو كښې مرسته ترلاسه شي، د جينكو او ميرمنو د صحت حفاظت او د صفايۍ اهميت په اړه پوهاوي ته اړتيا ده۔ دې دا خبره د موسمياتي بدلون وفاقي وزارت او د چين په مرسته ميرمنو ته د صحت حفاظت كټس وركولو دستوري ته وينا كښې وكړه۔ دستوري ته د بلوجستان وزير اعلیٰ مير سرفراز بګټي ،د سېنېټ د بشري حقونو قائمه كمېټۍ چيئرپرسن ثمينه ممتاز زهري او د تعليم صوبائي وزيرې راحيله حميد دراني هم وينا وكړه۔د دستوري په مهال د شي پاور اقدام ترمخه ميرمنو ته حفاظتي كټس وركړې شول۔ رومينه خورشيد عالم ووئيل د شي پاور اقدام مقصد د بلوچستان ميرمنو ته د روغتيا زياتې آسانۍ وركول دي٬ دا منصوبه د صوبې په لسبېله، حب او ګوادر ضلعو كښې 20 زره كټس وركولو سره پېل شوې۔ د وزير اعظم كوآرډينيټري ووئيل د حفاظتي كټس وركولو مقصد ميرمني خپلواكه كول دي او دا اقدام د پاك چين اقتصادي راهدارۍ لاندې د رواني مرستي عكاسي كوي،دې څخه وړاندې د حب او تھل سركاري سكولونو زدكونكو ته دا كټس وركړې شوي وو۔ هيله ده چې دې سره به سكولونو كښې ډراپ ريټ كم او انجونو ته به د خپل صحت مسئلو حل كولو كښې مرسته ترلاسه شي۔











