محمد حارث به په اے سي سي مينز ټي ټونټي ايمرجنګ ايشيا کپ كښې د پاکستان شاهينز مشري كوي: پي سي بي

لاهور 07 اکتوبر (اے پي پي) محمد حارث به په اے سي سي مېنز ټي ټونټي ايمرجنګ ايشيا کپ كښې د پاکستان شاهينز مشري كوي چا چې پاکستان لپاره 9 ټي ټونټي او په 6 ون ډے انټرنيشنل مېچز كښې برخه اخستې٬ د پي سي بي وياند له مخې پاکستان شاهينز به په 16 اکتوبر اومان ته د روانېدو نه وړاندې د 11 نه تر 15 اكتوبر په كراچۍ كښې …

لاهور 07 اکتوبر (اے پي پي) محمد حارث به په اے سي سي مېنز ټي ټونټي ايمرجنګ ايشيا کپ كښې د پاکستان شاهينز مشري كوي چا چې پاکستان لپاره 9 ټي ټونټي او په 6 ون ډے انټرنيشنل مېچز كښې برخه اخستې٬ د پي سي بي وياند له مخې پاکستان شاهينز به په 16 اکتوبر اومان ته د روانېدو نه وړاندې د 11 نه تر 15 اكتوبر په كراچۍ كښې په حنيف محمد هائي پرفارمنس سينټر كښې د تربيې په كېمپ كښې برخه اخلي٬ د يادونې وړ ده چې عبدالصمد، احمد دانيال، ياسر خان او زمان خان به په وړومبي ځل د پاكستان شاهينز نمائندګي كوي۔ ټول مېچونه به په مسقط اومان کرکټ اکيډمي ګراٶنډ كښې كېږي٬ په ګروپ اے كښې افغانستان اے، بنګله ديش اے، هانګ کانګ او سري لنکا اے او په ګروپ بي كښې دفاعي چيمپئن پاکستاني شاهينز ٬ بھارت اے، اومان او يو اے اي شامل دي۔ د حارث په مشرۍ كښې به د شاهينز مقابله په 19م اکتوبر هند سره وي٬ دوېم مېچ به په 21 اكتوبر اومان او د ګروپ آخري مېچ به په 23م اكتوبر د يو اے اي په ضد كوي٬ د هر ګروپ سرفهرست دوه ډلې به په 25م اكتوبر سيمي فائنل لپاره كواليفائي كوي او د ټورنمنټ فائنل به په 27م اكتوبر د اتوار په ورځ كېږي۔ په پاکستان شاهين سکواډ كښې محمد حارث (کپتان) عبدالصمد، احمد دانيال، عرفات منهاس، حېدر علي، حسيب ، مهران ممتاز، محمد عباس اپريدے، محمد عمران جونيئر، عمير بن يوسف، قاسم اکرم، شاهنواز دھاني، سفيان مقيم، ياسر خان او زمان خان شامل دے

مزید خبریں