آئي سي سي ويمنز ټي 20 نړيوال كپ ٬ هند پاكستان ته له خوندورې مقابلې وروستو 6 وكټونو سره ماتې وركړه

دبئی ۔6 اکتوبر(اے پی پی) د آئی سی سی وېمنز ټی 20 نړيوال كپ په يو مهم مېچ كښې هند پاكستان ته له يوې خوندورې مقابلې وروستو 6 وكټونو سره ماتې وركړه٬ د هند ښځينه لوبډلې د 106 رنز هدف په 19 اوور كښې د 4 وكټونو په زيان ترلاسه كړو۔ شفالی ورما 32 رنز جوړ كړل٬ اروندھتی ریډی پلېئر آف دی مېچ وګرځولې شوه۔ په دبئی انټرنېشنل کرکټ اسټېډیم …

دبئی ۔6 اکتوبر(اے پی پی) د آئی سی سی وېمنز ټی 20 نړيوال كپ په يو مهم مېچ كښې هند پاكستان ته له يوې خوندورې مقابلې وروستو 6 وكټونو سره ماتې وركړه٬ د هند ښځينه لوبډلې د 106 رنز هدف په 19 اوور كښې د 4 وكټونو په زيان ترلاسه كړو۔ شفالی ورما 32 رنز جوړ كړل٬ اروندھتی ریډی پلېئر آف دی مېچ وګرځولې شوه۔ په دبئی انټرنېشنل کرکټ اسټېډیم كښې شوي د مېګان ايونټ په 7 م مېچ كښې پاكستانۍ لوبډلې ټاس ګټلو سره پخپله د بېټنګ كولو پرېكړه وكړه او په ټاكلې 20 اوورز كښې يۍ د 8 وكټونو په زيان 105 رنز جوړ كړل۔ ندا ډار 28 ، منیبه علی 17 ، سیدہ عروب شاہ 14 او فاطمہ ثناء 13 رنز جوړ كړل۔ په ځواب كښې هندي لوبډلې مطلوبه هدف په 18.5 اوورز كښې د 4 وکټونو په زيان ترلاسه كړو۔ شفالی ورما 32 رنز او جمیما روډریګز 23 رنز جوړ كړل۔ د پاكستان لخوا فاطمه ثناﺀ دوه وكټونه ترلاسه كړل۔

مزید خبریں