د قام معمارانو ټولو استاذانو ته د زړه له كومي د عقيدت پېرزوينې وړاندې كوم: فيصل كريم كنډي

پېښور۔ 05 اکتوبر (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي وئيلي دي زه ټولو استاذانو ته د زړه له كومي د عقيدت پېرزوينې وړاندې كوم ٬ هغوي د قام معماران دي او زمونږ د كوچنيانو غوره تربيت او تعليم لپاره شپه او ورځ ستړې كوي۔ د استاذانو نړيوالې ورځې په موقعه خپل پېغام كښې ګورنر فيصل كريم كنډي ووئيل د استاذانو خذمتونه د هېرولو نه دي كوم …

پېښور۔ 05 اکتوبر (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي وئيلي دي زه ټولو استاذانو ته د زړه له كومي د عقيدت پېرزوينې وړاندې كوم ٬ هغوي د قام معماران دي او زمونږ د كوچنيانو غوره تربيت او تعليم لپاره شپه او ورځ ستړې كوي۔ د استاذانو نړيوالې ورځې په موقعه خپل پېغام كښې ګورنر فيصل كريم كنډي ووئيل د استاذانو خذمتونه د هېرولو نه دي كوم چې نه يوازې دا چې علم منتقل كوي بلكې كردار سازۍ او د قام په پرمختګ كښې هم مهم كردار ترسره كوي۔ ده ووئيل دا خبره د افسوس وړ ده چې په خېبر پښتونخوا كښې د صوبائي حكومت د نااهلۍ دلاسه زمونږ د پوهنتونونو صورتحال ورځ په ورځ ناوړه كيږي٬ د زده كړو څانګه پرله پسې نظرانداز كولې شي چې ورسره استاذان او زده كوؤنكي دواړه ستونزو سره مخ دي۔ ده ووئيل حكومت دې په سمدستي توګه ددې ناوړه وضعې نوټس واخلي او د تعليمي ادارو حالات ښه كولو له دې عملي اقدامات وكړي۔ ده ووئيل د استاذانو عزت او وقار بحالول بايد زمونږ لومړۍ ترجيح وي او هم دا د قام د پرمختګ حقيقي لاره ده۔

مزید خبریں