پېښور اور۔ 04 اکتوبر (اے پی پی) په پېښور ټول پلازه د ډينګي په اړه د خبرتيا پمفلټس او بروشر وېشلو لړۍ روانه ده۔ د هېلتھ سېكتر عديل شاه ووئيل چې د موټروے پوليس په مرسته د ډينګي په ضد د روان دې مهم په مهال اولس په غوره ډول خبرولې شي۔ د روغتيا سېكتر وئيلي چې په بی آر ټی سټېشنونو او بسونو كښې پرله پسې د خبرتيا پېغامونو …
په پيښور ټول پلازه د ډينګي په اړه د خبرتيا پمفلټس او بروشر ويشلو لړۍ روانه ده
پېښور اور۔ 04 اکتوبر (اے پی پی) په پېښور ټول پلازه د ډينګي په اړه د خبرتيا پمفلټس او بروشر وېشلو لړۍ روانه ده۔ د هېلتھ سېكتر عديل شاه ووئيل چې د موټروے پوليس په مرسته د ډينګي په ضد د روان دې مهم په مهال اولس په غوره ډول خبرولې شي۔ د روغتيا سېكتر وئيلي چې په بی آر ټی سټېشنونو او بسونو كښې پرله پسې د خبرتيا پېغامونو چلولې شي۔ ده ووئيل د ګردې صوبې په ټولو ضلعو كښې تر دې دمه 3 لکه 50 زره مچھر دانۍ وېشلې شوي دي۔ د ده وېنا وه چې مونږ د ډينګي صورتحال پرله پسې نګراني كوؤ۔ حالات په قابو كښې دي۔ تر دې دمه په صوبه كښې د فعال كېسونو شمېره 436 ده٬ اولس له به په احتياطي تدبيرونو عمل كول وي۔ د روغتيا څانګه ټول وسائل كارولو سره ډينګي څخه د اولس تحفظ باوري كولو له ګامونه پورته كوي۔ د كميونټي په كچه د اولس په مرسته كامياب كمپائن چلوؤ۔ ده ووئيل د موټر وے پولیس په مرسته د روان دې مهم په مهال اولس په غوره ډول خبرولې شي











