ملتان۔ 02 اکتوبر(اے پی پی) د پاكستان او انګلېنډ كركټ لوبډلو ترمينځه د درې ټېسټ مېچونو سيريز اولنے مېچ به 7 اكتوبر څخه په ملتان كښې پېل كيږي۔ د انګلېنډ کرکټ لوبډله ملتان ته رسېدلې ده۔ د انګلېنډ کرکټ لوبډله د کپتان بېن سټوکس په مشرۍ كښې د شورؤ په ورځ لندن څخه ملتان نړيوال هوائي مېدان ته ورسېده٬ انګلش ډله په سخت امنيتي حصار كښې نجي هوټل ته ورسولې …
د انګلينډ كركټ لوبډله د پاكستان په ضد ټيسټ سيريز كولو له ملتان ته ورسيده

مزید خبریں
ملتان۔ 02 اکتوبر(اے پی پی) د پاكستان او انګلېنډ كركټ لوبډلو ترمينځه د درې ټېسټ مېچونو سيريز اولنے مېچ به 7 اكتوبر څخه په ملتان كښې پېل كيږي۔ د انګلېنډ کرکټ لوبډله ملتان ته رسېدلې ده۔ د انګلېنډ کرکټ لوبډله د کپتان بېن سټوکس په مشرۍ كښې د شورؤ په ورځ لندن څخه ملتان نړيوال هوائي مېدان ته ورسېده٬ انګلش ډله په سخت امنيتي حصار كښې نجي هوټل ته ورسولې شوه چرته چې ورته تود هركلې ووئيلې شو۔ د دوه ورځو له آرام څخه وروستو به انګلش لوبډله 4 اكتوبر څخه خپل پرېكټس پېل كړي۔ د پاكستان او انګلېنډ ترمينځه اولنے ټېسټ به په 7 اكتوبر ملتان كركټ سټيډيم كښې پېل كيږي۔ د دواړو لوبډلو ترمينځه دويم ټېسټ به هم ملتان كركټ سټيډيم كښې 15 اكتوبر څخه پېل كيږي۔ درېم او وروستے ټېسټ مېچ به 24 اكتوبر څخه په پېنډي سټېډيم كښې پېل كيږي










