اسلام آباد۔2 اکتوبر(اے پی پی) په خيبر پښتونخوا كښې به د 32 كروړ ډالرو په لګښت نزدې 900 كلوميټره سېلاب ځپلي سړكونه اپ ګريډ كولې شي٬ د اېس آئي اېف سي په مرسته اېشين ډوېلپمنټ بنك (اے ډي بي) په خېبر پښتونخوا كښې د سړكونو بحالۍ لپاره د 32 كروړ ډالرو منظوري وركړې ده۔ د آسيائي پرمختائي بنك له مخې د كلي والو سيمو د سړكونو پرمختيائي منصوبې لاندې صوبه …
خيبر پښتونخوا كښې به د 32 كروړه ډالرو په لګښت نزدې 900 كلوميټره سېلاب ځپلي سړكونه اپ ګريډ كولې شي: اے ډي بي
اسلام آباد۔2 اکتوبر(اے پی پی) په خيبر پښتونخوا كښې به د 32 كروړ ډالرو په لګښت نزدې 900 كلوميټره سېلاب ځپلي سړكونه اپ ګريډ كولې شي٬ د اېس آئي اېف سي په مرسته اېشين ډوېلپمنټ بنك (اے ډي بي) په خېبر پښتونخوا كښې د سړكونو بحالۍ لپاره د 32 كروړ ډالرو منظوري وركړې ده۔ د آسيائي پرمختائي بنك له مخې د كلي والو سيمو د سړكونو پرمختيائي منصوبې لاندې صوبه كښې به د سېلاب ځپلي نزدې 900 کلومیټر سړكونه اپ ګرېډ كولې شي۔ په كلي والو سيمو كښې ژوند كوؤنكي خلق به د ښه سړكونو له امله خپل څيزونه منډيانو ته رسولې شي چې ورسره د دوئي مالي حالت ښه كېدے شي۔ بله دا چې په بېړني صورتحال كښې غوره سړكونه تر ټولو زيات تند رسپانس ممكن كوي لكه څنګه چې اېمبولینس او نور بېړني سروسز په وخت رسول وي۔ د منصوبې لاندې به موسمياتي اغېزو څخه محفوظ ډيزائن او تلپاتې سړكونو جوړولو له فعاله ګامونه پورته كولې شي۔ د دې منصوبې لاندې به په ګرده صوبه كښې د لېنډ سلائیډنګ د لاسه د ځپلے شوو سړكونو جوړول هم پېل كولې شي۔ د اېس آئي اېف سي په مرسته د تلپاتي انفراسټركچر جوړول په پاكستان كښې د سمادجي او اقتصادي پرمختګ يو مهم جز دے۔











