د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ د اسرائيل لخوا د بمبارۍ په نتيجه كښې د مسلمانانو د وژنې په سختو ټكو غندنه وكړه

پېښور ۔ 01 اکتوبر (اے پی پی) د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ د اسرائيل لخوا د بمبارۍ په نتيجه كښې د مسلمانانو د وژنې په سختو ټكو غندنه كړې ده۔ د نهې په ورځ د صوبائي اسمبلۍ غونډه د دوهمې سپيكرې ثريا بي بي په مشرۍ كښې وشوه۔ د تلاوت كلام پاك څخه وروستو حكومتي غړي فضل الهي د اعتراض په نكته ووئيل تېرې ورځې څخه اسرائيل په سوريه ٬ لبنان٬ …

پېښور ۔ 01 اکتوبر (اے پی پی) د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ د اسرائيل لخوا د بمبارۍ په نتيجه كښې د مسلمانانو د وژنې په سختو ټكو غندنه كړې ده۔ د نهې په ورځ د صوبائي اسمبلۍ غونډه د دوهمې سپيكرې ثريا بي بي په مشرۍ كښې وشوه۔ د تلاوت كلام پاك څخه وروستو حكومتي غړي فضل الهي د اعتراض په نكته ووئيل تېرې ورځې څخه اسرائيل په سوريه ٬ لبنان٬ يمن او فلسطين بريدونه كوي خو په يو اسلامي هېواد كښې هم دا همت نشته چې هغه پاڅي او د دغې غندنه وكړي٬ د اسرائيل په ضد خبره وكړي ٬ چرته هم چې په مسلمانانو ظلم كيږي مونږ به په ښكاره د هغې غندنه كوؤ۔ ده غوښتنه وكړه چې په مسلمانانو بمباري روانه ده مونږ به د قيامت په ورځ د مسلمانې دعوی څنګه كوؤ۔ له دې كبله په دې مسئله دې خبره وكړې شي او خپله خبره دې د يهود او نصاری ايجنټانو ته ورسولې شي۔ په دې مهال نېک محمد خان ووئيل په شمالي وزيرستان كښې له ډېرې مودې څخه ترهګري روانه ده۔ خلقو خپل كورونه پرېښودل او ګرد هېواد كښې يۍ د آئي ډي پيز په صورت كښې ژوند كول شروع كړو او كله چې امن بحال شو نو بيا خپلو سيمو ته راغلل۔ دوئي خپل ويجاړ شوي كورونه پخپله ودان كړل خو د دوئي ستونزوې ختمې شوې نه دي۔ ده ووئيل په وزيرستان كښې يو وارې بيا ترهګرۍ سر پورته كړے ۔ نن په ضلع كښې سړكونه ٬ روغتونونه ٬ پوهنتونونه او سكولونه بند دي۔ ده ووئيل وزیرستان كښې انسان خو پرېږده څاروي هم محفوظ نه دي۔ ده ووئيل چرته چې انسانانو سره لكه د ځناورو سلوك كيږي دغلته دې ځپليو ته زر تر زره معاوضه وركړې شي

مزید خبریں