ملتان۔ 01 اکتوبر (اے پی پی) د ملتان پوليس لخوا د پاكستان او انګلېنډ ترمينځه په ملتان كركټ سټيډيم كښې كېدونكو ټېسټ مېچونو سره اړوند امنيتي پلان جاري كړے شوے دے۔ د پاكستان كركټ لوبډله به نن او د انګلېنډ لوبډله به سبا ملتان ته رسي۔ د پوليس وياند له مخې د ټېسټ مېچونو په مهال فول پروف امنيت باوري كولو له په مجموعي توګه 5000 څخه زيات پوليس افسران …
د پاكستان كركټ لوبډله نن او د انګلينډ لوبډله سبا ملتان ته رسي ٬ ټيسټ سيريز لپاره امنيتي پلان جاري

مزید خبریں
ملتان۔ 01 اکتوبر (اے پی پی) د ملتان پوليس لخوا د پاكستان او انګلېنډ ترمينځه په ملتان كركټ سټيډيم كښې كېدونكو ټېسټ مېچونو سره اړوند امنيتي پلان جاري كړے شوے دے۔ د پاكستان كركټ لوبډله به نن او د انګلېنډ لوبډله به سبا ملتان ته رسي۔ د پوليس وياند له مخې د ټېسټ مېچونو په مهال فول پروف امنيت باوري كولو له په مجموعي توګه 5000 څخه زيات پوليس افسران او ځوانان به خپل فرض ترسره كوي۔ د ټېسټ سيريز پېل به 7 اكتوبر څخه په ملتان كركټ سټېډيم كښې كيږي۔ د 3 ټېسټ مېچونو سيريز اولني 2 مېچونه به په ملتان كركټ سټېډيم او درېم په پېنډۍ كښې كولې شي۔ د ملتان پوليس سره سره ټرېفك پوليس ، ایلیټ فورس، پاک پوځ ، رېنجرز او نور قانون نافذ كوؤنكې ادارې به په بېلو ځايونو كښې خپل فرض ترسره كوي۔ مېچ كتلو له راتلونكي مينه والو لپاره قامي شناختي كارډ ځان سر راوړل لازمي ګرځولې شوي دي۔(اے پي پي وا ١٧٥٢)










