د هېواد دفاع او سلامتيا لپاره مونږ منظم او مضبوط پوځ لرو۔شمس الحق لون

ګلګت 30 ستمبر(اے پی پی)د ګلګت بلتستان داخله وزير شمس الرحمان لون وئېلي دي د هېواد دفاع او سلامتيا لپاره مونږ منظم او مضبوط پوځ لرو۔د ګل په ورځ په خپل بيان كښې ده ووئيل اسلامي هېوادونه دي د يووالي او اتفاق مظاهره وكړي او د دښمنانو مقابلې كولو لپاره د مضبوط پوځ پشمول ښه ټېكنالوجۍ ترلاسه كولو لپاره هڅې وكړي۔ده ووئيل زمونږ د مېړنو امنيتي ځواكونو او قانون نافذ …

ګلګت 30 ستمبر(اے پی پی)د ګلګت بلتستان داخله وزير شمس الرحمان لون وئېلي دي د هېواد دفاع او سلامتيا لپاره مونږ منظم او مضبوط پوځ لرو۔د ګل په ورځ په خپل بيان كښې ده ووئيل اسلامي هېوادونه دي د يووالي او اتفاق مظاهره وكړي او د دښمنانو مقابلې كولو لپاره د مضبوط پوځ پشمول ښه ټېكنالوجۍ ترلاسه كولو لپاره هڅې وكړي۔ده ووئيل زمونږ د مېړنو امنيتي ځواكونو او قانون نافذ كوونكو ادارو هڅو په سبب پاكستان د عدم استحكام ښكار كېدو څخه محفوظ دے٬تر څو چې مونږ يو موټے يو د نړۍ كوم هم طاقت پاكستان ته زيان نشي رسولے ۔ ده ووئېل پاكستان هر ډول يرغل ته د ماتې وركولو بشپړ صلاحيت لري او قام د خپلو ځواكونو سره اوږه په اوږه ولاړ دے۔

مزید خبریں