د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي ډاكټر سعديه كمال ته د پي اېف يو جے وركرز په صدر ټاكلې كېدو مباركي وركړه

اسلام آباد 30 ستمبر(اے پی پی) د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي نوموړې خبريالې او اسكالر ډاكټر سعديه كمال ته د پاكستان فېډرل يونين آف جرنلسټس وركرز په صدر ټاكلې كېدو مباركي وركړې۔د ګل په ورځ جاري خپل يو پېغام كښې ده ووئيل يوه مېرمن د پي اېف يو جے صدر ټاكلې كېدل د ستائنې وړ ده ځكه چې پيپلز پارټۍ د مېرمنو په خپلواكې او ليډر شپ باور لري٬دا …

اسلام آباد 30 ستمبر(اے پی پی) د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي نوموړې خبريالې او اسكالر ډاكټر سعديه كمال ته د پاكستان فېډرل يونين آف جرنلسټس وركرز په صدر ټاكلې كېدو مباركي وركړې۔د ګل په ورځ جاري خپل يو پېغام كښې ده ووئيل يوه مېرمن د پي اېف يو جے صدر ټاكلې كېدل د ستائنې وړ ده ځكه چې پيپلز پارټۍ د مېرمنو په خپلواكې او ليډر شپ باور لري٬دا انتخاب نه د ډاكټر سعديه لپاره بلكې د ټول صحافتي طبقې لپاره يوه تاريخي لمحه ده۔ده ووئيل ډاكټر سعديه كمال په مشرۍ كښې به د پي اېف يو جے وركرز په طاقت او وقار كښې نوره هم اضافه وشي۔زه د هغې كاميابۍ لپاره لاس په دعا يم او هيله لرم چې هغه په د خپل قيادت د لارې صحافتي اخلاقيات ته وده وركړي۔د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي ډاكټر سعديه كمال له د كاميابۍ دعا كولو سره ووئيل هيله ده چې هغه به خپلې ذمه وارۍ په ښه ډول ترسره كړي او صحافتي آزادۍ او د اخلاقي صحافت وده كښې به مهم كردار ادا كړي۔

مزید خبریں