پېښور هائي كورټ كښې د بے دركه كسانو کیس،د خېبر پښتونخوا وزیراعلیٰ علی امېن ګنډا پور عدالت ته وړاندې شو

پېښور ۔ 30 ستمبر (اے پي پي) پېښور هائي كورټ كښې د بے دركه كسانو په اړه کیس كښې په بللو د خېبرپښتونخوا وزیراعلیٰ علی امېن ګنډاپور عدالت ته وړاندې شوے ۔ د پېښور هائي كورټ چیف جسټس اشتیاق ابراهیم د بے دركه كسانو کیس سماعت وكړو ٬ په دې لړ كښې د كے پي كے وزیراعلیٰ عدالت پها بللو وړاندې شو دغسې ایډووکیټ جنرل او ایډېشنل چیف سیکرټري هم …

پېښور ۔ 30 ستمبر (اے پي پي) پېښور هائي كورټ كښې د بے دركه كسانو په اړه کیس كښې په بللو د خېبرپښتونخوا وزیراعلیٰ علی امېن ګنډاپور عدالت ته وړاندې شوے ۔ د پېښور هائي كورټ چیف جسټس اشتیاق ابراهیم د بے دركه كسانو کیس سماعت وكړو ٬ په دې لړ كښې د كے پي كے وزیراعلیٰ عدالت پها بللو وړاندې شو دغسې ایډووکیټ جنرل او ایډېشنل چیف سیکرټري هم عدالت ته وړاندې شول۔ چیف جسټس د كے پي كے وزیراعلیٰ څخه پوښتنه وكړه چې د ضمانت باوجود ګرفتارۍ كېږي ؟ عدالتی احکامات دي چې د ضمانت نه پس به ګرقتارۍ نه كېږي،د بے دركه كسانو كورنۍ دلته راځي،په دې وزیراعلیٰ ځواب وركړو چې د دغسې معاملات زه پخپله مخالف يم۔ چیف جسټس ووئيل د ضمانت منسوخ كولو لپاره سپریم کورټ ته لاړ شئ ،دغسې كسان مه تښتوئ ، دا وړومبۍ پېښه نه ده،بيا بيا داسې كېږي، په عدالتی احکامات به كومه سمجھوتا ونه كړي شي ۔ عدالت ووئيل مونږ به اوس مجبوراً د پولیس په ضد کارروائی كوو ، ایډووکیټ جنرل دې ځواب جمع كړي او سي ټي ډي ، پولیس ټول دې په ګده دا معامله وګوري۔په دې موقع د كے پي كے وزیر اعلیٰ عدالت ته ووئيل فوکل پرسن دې راكړې شي، ایډووکیټ جنرل سره په ګډه به مونږ قانون سازي وكړو

مزید خبریں