اسلام آباد۔30ستمبر(اے پی پی) د پاكستان نوموړي سكواش لوبغاړي ٬ ګروپ کېپټن (ر)عرفان اصغر د چين په مكاؤ ښار كښې 6 م اېشين سكواش چېمپئن شپ 2024 ګټلے۔ د پاكستان سكواش فېډرېش (پي اېس اېف) لخوا د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې د 6م اېشين ماسټر سكواش چېمپئن شپ په فائنل مېچ كښې د پاكستان عرفان اصغر په غوره لوبه كولو خپل حریف کورین لوبغاړي ريون هو ته يو اړخيزه …
د پاكستان عرفان اصغر په چين كښې 6 م ايشين ماسټر سكواش چيمپئن شپ وګټلو

مزید خبریں
اسلام آباد۔30ستمبر(اے پی پی) د پاكستان نوموړي سكواش لوبغاړي ٬ ګروپ کېپټن (ر)عرفان اصغر د چين په مكاؤ ښار كښې 6 م اېشين سكواش چېمپئن شپ 2024 ګټلے۔ د پاكستان سكواش فېډرېش (پي اېس اېف) لخوا د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې د 6م اېشين ماسټر سكواش چېمپئن شپ په فائنل مېچ كښې د پاكستان عرفان اصغر په غوره لوبه كولو خپل حریف کورین لوبغاړي ريون هو ته يو اړخيزه مقابلې څخه وروستو به 0-3 سره ماتې وركولو سره چېمپئن شپ په خپل نوم كړو۔ د ده د بريا سكور 6-11، 4-11اور12-14 پاتې شو۔ دا د عرفان اصغر دويمه بريا ده۔ دې څخه وړاندې ده په كال 2010 كښې ټائټل ګټلے ؤ ۔ عرفان اصغر د پاکستان سکواش فېډرېشن د ډائرېکټر اکېډمیز په توګه هم خپل خذمات ترسره كوي۔










