کوئٹہ۔ 30 ستمبر (اے پی پی)د بلوچستان وزيراعلی سرفراز بګټي وئيلي دي چې بلوڅ ځوانان ترهګرۍ كښې ښكېل كولې شي ٬ د پروپېګنډې د لارې بلوڅ ځوانان د ترهګرۍ په لور هڅول کېږي او بلخوا حكومت په ځان مرګې بريدونو كښې د كارول كېدو په ځاے بلوڅ مېرمنو ته د پي اېچ ډيز كولو آسانۍ وركوي۔ د ګل په ورځ په وزيراعلی هاؤس كښې عديله بلوچ سره په ګډه خبري …
د پروپيګنډې لاندې بلوڅ ځوانان دھوكه كولې شي ٬ حكومت بلوڅ ميرمنو له د پي اېچ ډيز كولو آسانۍ وركوي: د بلوچستان اعلی وزير
کوئٹہ۔ 30 ستمبر (اے پی پی)د بلوچستان وزيراعلی سرفراز بګټي وئيلي دي چې بلوڅ ځوانان ترهګرۍ كښې ښكېل كولې شي ٬ د پروپېګنډې د لارې بلوڅ ځوانان د ترهګرۍ په لور هڅول کېږي او بلخوا حكومت په ځان مرګې بريدونو كښې د كارول كېدو په ځاے بلوڅ مېرمنو ته د پي اېچ ډيز كولو آسانۍ وركوي۔ د ګل په ورځ په وزيراعلی هاؤس كښې عديله بلوچ سره په ګډه خبري كنفرنس ته خپل خطاب كښې ده ووئيل د ځانمرګې بريد ترك كوؤنكې وزيراعلی هاؤس ته رابلل مې ضروري وګڼل٬ ټولو ته معلومه ده چې ترهګر څنګه خلقو ته دھوكه وركولو سره دوئي ځانمرګې بريدونو له كاروي۔ ده ووئيل كله چې د عديله بلوچ پلار ته پېغام راغلو چې د هغه لور به كورته بېرته نه راځي نو هغه هڅې وكړې او دا يۍ بېرته راوبلله۔ د عديله بلوچ ځانمرګې بريد ترك كول او په قامي چوكاټ كښې شاملېدل يو مهم پېشرفت دے۔ ده زياته كړه چې د دې كرېډت د عديله بلوچ پلار ته ځي۔ د عديله بلوچ پلار په څير دې نور مور پلار هم خپلو بچو سره د رابطې په منقطع كېدو حكومتي نمائندګانو سره رابطه وكړي۔ ده ووئيل بلوڅ ځوانان ترهګرۍ كښې ښكېل كولې شي ٬ د يوې پروپېګنډې د لارې بلوڅ ځوانان د ترهګرۍ په لور هڅول کېږي او بلخوا حكومت په ځان مرګې بريدونو كښې د كارولو په ځاے بلوڅ مېرمنو ته د پي اېچ ډيز كولو آسانۍ وركوي۔ وزیر اعلیٰ سرفراز بګټي ووئيل لوستي ځوانان ايندھن جوړولې شي٬ تېره ورځ په پنجګور كښې سوفټ ټارګټ ګنلو سره مزدوران ووژلې شول۔ ده ووئيل د بې ګناه كسانو وژل د كومې آزادۍ جنګ دے۔ ده ووئيل د عدیله بلوچ په څير په سوؤنو ماشومان او ماشومانې د ترهګرو په كېمپونو كښې موجود دي۔ ده ووئيل په بلوچستان كښې كوم ملټري آپرېشن ته ضرورت نشته د عديله بلوچ ځانمرګې بريد ترك كولو سره په قامي چوكاټ كښې شاملېدل يو مهم پېشرفت دے۔











