اسلام آباد 27ستمبر(اے پی پی)د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي د صوابۍ سټي ټهاڼه كښې په شوې بمي چاودنه كښې د ژوبل شوو تپوس پوښتنې لپاره د صوابۍ دوره وكړه۔باچا خان مېډيكل كمپيلكس صوابۍ كښې هغه په چاودنه كښې د ژوبل شوي يو يو كس تپوس پوښتنه وكړه او هغوي ته يې په روغتون كښې د داروګانو او نورو اړوندو آسانيو رسولو لپاره هر ممكن اقدامات له هدايت وكړو۔د كے …
د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي د باچا خان ميډيكل كمپليكس صوابۍ دوره وكړه
اسلام آباد 27ستمبر(اے پی پی)د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي د صوابۍ سټي ټهاڼه كښې په شوې بمي چاودنه كښې د ژوبل شوو تپوس پوښتنې لپاره د صوابۍ دوره وكړه۔باچا خان مېډيكل كمپيلكس صوابۍ كښې هغه په چاودنه كښې د ژوبل شوي يو يو كس تپوس پوښتنه وكړه او هغوي ته يې په روغتون كښې د داروګانو او نورو اړوندو آسانيو رسولو لپاره هر ممكن اقدامات له هدايت وكړو۔د كے پي كے ګورنر د ژوبل شوو زر روغتيا لپاره دعا وكړه۔په دې موقع د ميډيكل ډائرېكټر ژوبل شوو علاج په اړه ګورنر ته بريفنګ وركړو۔په دې موقع مېډيا سره په خبرو كښې د كے پي كے ګورنر فيصل كريم كنډي ووئيل په صوبه كښې د امن لپاره پوليس لويې قربانۍ وركړي٬د چاودنې نوعيت معلومولو لپاره پلټنې د كے پي كے آئي جي كوي۔ده ووئيل صوبائي حكومت ته به د شهيدانو لپاره د مرستې وړاندېز زركوم٬امن به په هر ډول قائموو۔











