سندھ به د سيلګرۍ مركز جوړوؤ٬ دې سره د قامونو او كلتورونو ترمينځه امن او تفاهم وده مومي : د سندھ اعلی وزير مراد علي شاه

کراچۍ۔ 27 ستمبر (اے پی پی) د سندھ اعلی وزير سيد مراد علي شاه وئيلي دي چې نن د سېلګرۍ نړيواله ورځ د " سېلګري او امن" سرخط سره لمانځلې شي٬ سندھ صوبه به د سيلګرۍ مركز جوړوؤ٬ دې سره د قامونو او كلتورونو ترمينځه امن او تفاهم وده مومي۔ د سېلګرۍ نړيوالې ورځې په موقعه په خپل پېغام كښې د سندھ وزيراعلی ووئيل امن ته وده وركولو كښې سېلګرۍ …

کراچۍ۔ 27 ستمبر (اے پی پی) د سندھ اعلی وزير سيد مراد علي شاه وئيلي دي چې نن د سېلګرۍ نړيواله ورځ د ” سېلګري او امن” سرخط سره لمانځلې شي٬ سندھ صوبه به د سيلګرۍ مركز جوړوؤ٬ دې سره د قامونو او كلتورونو ترمينځه امن او تفاهم وده مومي۔ د سېلګرۍ نړيوالې ورځې په موقعه په خپل پېغام كښې د سندھ وزيراعلی ووئيل امن ته وده وركولو كښې سېلګرۍ مهم كردار ترسره كړے دے٬ دا په يو بل د پوهېدو يو مؤثره وسيله ده۔ ده ووئيل په سندھ كښې د سېلګرۍ په زړه پورې موقعې دي٬ ددې ساحلي سيمې ٬ سيند ٬ ښكلې ځايونه او ګوركھ هل د سېلګرو پام ځان پلو ګرځوي۔ مراد علی شاہ ووئيل کارونجھر، کېنجھر، کھیرتھر نېشنل پارک او د تھر صحرا زړه راكښونكې نظارې زمونږ د هېواد ښائست سوا كوي۔ ده ووئيل مونږ له به د سېل ځايونه په ډاګه كول وي۔