د صوابۍ تهاڼه كښې د چاودنې په نتيجه كښې يو كس مړ او 16 كسان ژوبل شوي۔ډي پي او

پیښور 26 ستمبر (اے پي پي)صوابۍ تهاڼه كښې د زورورې چاودنې په نتيجه كښې يو كس مړ او د پوليس اهلكارو پشمول 16 كسان ژوبل شوي دي ۔د صوابۍ ډسټركټ پوليس افسر خبريالانو ته ووئېل چاودنه د تهاڼې په مال خانه كښې شوې چرته چې نيولې شوي چاودېدونكي توكي اېښودلې كېږي۔ده ووئيل د ابتدائي اطلاعات له مخې چاودنه د شارټ سركټ له امله شوې خو د هغه وينا وه چې …

پیښور 26 ستمبر (اے پي پي)صوابۍ تهاڼه كښې د زورورې چاودنې په نتيجه كښې يو كس مړ او د پوليس اهلكارو پشمول 16 كسان ژوبل شوي دي ۔د صوابۍ ډسټركټ پوليس افسر خبريالانو ته ووئېل چاودنه د تهاڼې په مال خانه كښې شوې چرته چې نيولې شوي چاودېدونكي توكي اېښودلې كېږي۔ده ووئيل د ابتدائي اطلاعات له مخې چاودنه د شارټ سركټ له امله شوې خو د هغه وينا وه چې د چاونې نوعيت معلومولو لپاره پلټنې روانې دي۔په چاونه كښې د تهاڼې ودانۍ ته سخت زيان رسېدلے او رېسكيو اهلكارو سمدستي كاروائي پیل كړې۔د چاودنې نه پس رېسكيو اهلكار او اور مړ كونكې ډله د پیښې ځاے ته رارسېدلې او ژوبل شوي كسان باچا خان مېډيكل كمپليكس پشمول نورو نزدې روغتونونو ته منتقل كړی شوي او په روغتونونو كښې ايمرجنسي نافذ كړې شوې۔د باچا خان مېډيكل كمپليكس وياند له مخې تراوسه روغتونونو ته 8 ژوبل شوي كسان راوړلې شوي چې پكښې د دوو كسانو حالت اندېښمن دے۔دغسې د نور زيان څخه بچ كېدو لپاره بم ډسپوزل سكواډ رابللے شوے دے۔