صوابي٬ د پوليس تهاڼې په دويم منزل كښې چاودنه٬ګڼ شمېر كسان ژوبل شول

پېښور 26 ستمبر (اے پي پي)د صوابۍ ضلعې پوليس تهاڼه كښې په دويم منزل د چاودنې په نتيجه كښې ګڼ شمېر كسان ژوبل شوي۔د صوابۍ پوليس له مخې ابتدائي اطلاع ترمخه چاودنه كوت كښې د شارټ سركټ له امله شوې٬ د چاودنې له امله باركونه پريوتي او په ودانۍ كښې لګېدلي اور قابو موندلے شوے۔د خېبرپښتونخوا رېسكيو 1122 وياند بلال احمد فيضي له مخې د رېسكيو ميډيكل ډلو تراوسه 8 …

پېښور 26 ستمبر (اے پي پي)د صوابۍ ضلعې پوليس تهاڼه كښې په دويم منزل د چاودنې په نتيجه كښې ګڼ شمېر كسان ژوبل شوي۔د صوابۍ پوليس له مخې ابتدائي اطلاع ترمخه چاودنه كوت كښې د شارټ سركټ له امله شوې٬ د چاودنې له امله باركونه پريوتي او په ودانۍ كښې لګېدلي اور قابو موندلے شوے۔د خېبرپښتونخوا رېسكيو 1122 وياند بلال احمد فيضي له مخې د رېسكيو ميډيكل ډلو تراوسه 8 ژوبل شوو ته طبي مرسته وركړې او روغتون تهيي منتقل كړي چې پكښې دوه كسان سخت ژوبل شوي دي ۔د صوابۍ باچا خان ميډيكل كمپليكس وياند له مخې تراوسه 8 ژوبل شوي كسان راوړلې شوي٬ژوبل شوو ته هر ممكنه علاج وركړے كېږي٬ژوبل شوو كښې د دوو كسانو حالت نازك دے۔د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی سردار علي امين ګنډا پور آئي جي پي او چيف سېكرټري ته په سمدستي توګه د چاودنې ځاے ته د رسېدلو هدايت كولو سره وئېلي دي د چاودنې نوعيت معلومولو سره پورټ وړاندې كړئ۔وزيراعلٰی اړوند ډويژنل او ډسټركټ انتظاميې ته به سمدستي توګه د رېسكيو كاروائيو پېل كولو هدايت سره د ژوبل شوو زر روغتيا لپاره د نيكو هيلو څرګندونه كړې۔وزيراعلٰی هدايت كړے چې ژوبل شوو ته په وخت طبي مرسته باوري كړئ ۔دغسې چاودنې نه پس د صوابۍ په روغتونونو كښې ايمرجنسي نافذ كړی شوې ده۔۔(