د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي د سرحد چيمبر آف كامرس اينډ انډسټري پېښور ټاكنو كښې د بزنس مين فورم الياس بلور ډلې ته په كاميابۍ مباركي وركړه

پېښور 26 ستمبر (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي د سرحد چيمبر آف كامرس اينډ انډسټري پېښور ټاكنو كښې د بزنس مين فورم الياس بلور ډلې ته په كاميابۍ مباركي وركړې ده ۔ده ووئيل د بزنس مېن فورم كاميابي د سوداګرې ورورولۍ د باور عكاسي كوي٬هيله ده چې نوي ټاكلي عهديدار به د صوبې سوداګرې ورورولې د هيلو له مخې كار وكړي۔فيصل كريم كنډي ووئيل د سرحد …

پېښور 26 ستمبر (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي د سرحد چيمبر آف كامرس اينډ انډسټري پېښور ټاكنو كښې د بزنس مين فورم الياس بلور ډلې ته په كاميابۍ مباركي وركړې ده ۔ده ووئيل د بزنس مېن فورم كاميابي د سوداګرې ورورولۍ د باور عكاسي كوي٬هيله ده چې نوي ټاكلي عهديدار به د صوبې سوداګرې ورورولې د هيلو له مخې كار وكړي۔فيصل كريم كنډي ووئيل د سرحد چيمبر نوې ټاكلي قيادت سره به په ګډه صوبه كښې د صنعت او تجارت ته ودې او د بزنس كميونټۍ مسئلو حل لپاره كردار ادا كوو ۔ده ووئيل سوداګره ورورولي د هېواد معيشت كښې د ملا د تير حېثيت لري٬د سوداګرې ورورولۍ مسئلو حل لپاره د ګورنر هاؤس دروازې پرانستې پرتې دي۔ګورنر ووئيل سرحد چيمبر آف كامرس اينډ انډسټري د صنعتونو په وده كښې مهم كردار ادا كوي۔