پيښور 26 ستمبر (اے پي پي) په ضلع کرم كښې د روانو نښتو په مهال د وژلے شوو كسانو شمېره 30 ته رسېدلې او 80 نه زيات كسان ژوبل شوي دي۔ پوليس له مخې د ضلع په څلورو ځايونو ډزې روانې دي ٬ د تېرو شپږو ورځو راهسې د زمكو او بورجلونو په جوړولو جنګونه پېل شوي، د شپې ډزې زياتې شي او په دې موقع هر ډول وسله استعمالېږي۔ …
ضلع کرم كښې نښتې روانې دي٬ د وژلے شوو شميره 30 او د ژوبل شوو 80 ته ورسيده
پيښور 26 ستمبر (اے پي پي) په ضلع کرم كښې د روانو نښتو په مهال د وژلے شوو كسانو شمېره 30 ته رسېدلې او 80 نه زيات كسان ژوبل شوي دي۔ پوليس له مخې د ضلع په څلورو ځايونو ډزې روانې دي ٬ د تېرو شپږو ورځو راهسې د زمكو او بورجلونو په جوړولو جنګونه پېل شوي، د شپې ډزې زياتې شي او په دې موقع هر ډول وسله استعمالېږي۔ د پوليس له مخې په بره ٬ كوز او مېنځي كرم په دريو تحصيلونو كښې په څلورو ځايونو ډزې كېږي۔ د روغتون ذريعو له مخې بېګا شپه نور ژوبل شوي كسان منتقل كړې شوي چې پكښې 9 كسان مړه شوي دي ، د نښتو په مهال 30 كسان وژلې شوي او د اتياٶ نه زيات كسان ژوبل شوي دي۔











