وزیراعظم شهباز شریف د بلوچستان تعمیر او پرمختګ كښې د وړومبۍ ورځې څخه خوښي لري ۔ د بلوچستان ګورنر

کوئټه 25 ستمبر (اے پي پي) د بلوچستان ګورنر جعفرخان مندوخیل وئيلي دي وزیراعظم شهباز شریف د بلوچستان تعمیر او پرمختګ كښې د وړومبۍ ورځې څخه خوښي لري۔ د صوبې ټول تکنیکی او پيشه وره ادارو لا فعاله كولو لپاره د موجودہ حکومت د انفراسټرکچر پرمختګ او د افرادي قوت د كار استعداد زياتولو لپاره سرمايه كاري عوام دوسته او د ستائني وړ اقدامات دي۔ده ووئيل روزګار وركولو او په …

کوئټه 25 ستمبر (اے پي پي) د بلوچستان ګورنر جعفرخان مندوخیل وئيلي دي وزیراعظم شهباز شریف د بلوچستان تعمیر او پرمختګ كښې د وړومبۍ ورځې څخه خوښي لري۔ د صوبې ټول تکنیکی او پيشه وره ادارو لا فعاله كولو لپاره د موجودہ حکومت د انفراسټرکچر پرمختګ او د افرادي قوت د كار استعداد زياتولو لپاره سرمايه كاري عوام دوسته او د ستائني وړ اقدامات دي۔ده ووئيل روزګار وركولو او په نړيواله كچه د هېواد او قام نامه روښانه كوونكو صلاحيت لرونكو ځوانانو له ضروری موقعي وركوو۔دا خبره ده ده د وزیراعظم یوتھ پروګرام چیئرمېن رانا مشهود احمد خاں په مشرۍ كښې د كوئټه په ګورنر هاؤس كښې د ملاقات په مهال په خپلو خبرو كښې وكړه ۔ په دې موقع د بلوچستان ګورنر ووئيل مونږ له به سباؤن كښې په سيمه كښې معاشي او تجارتي بدلون ترمخه د بلوچستان ځوانانو له جديد پوهې وركول وي۔په دې لړ كښې موجودہ حکومت خپلو ځوانانو له معیاری تعلیم او جدید پوهې وركولو اهمیت او افادیت څخه خبر دے۔