کوئټه۔ 25 ستمبر (اے پی پی) تربت څخه نيولې شوې ځانمرګې بريد كونكې مېرمن عدليه بلوچ وئيلي دي زه ګمراه كړې شوې ووم ٬ ترهګر مېرمنې ځانمرګو بريدونو لپاره كاروي٬ په راخوشې كولو د بلوچستان حكومت مننه كوم۔ د شورؤ په ورځ په كوئټه كښې خپل مور پلار ٬ د بلوچستان حكومت وياند شاهد رند او د صوبائي اسمبلۍ غړې فرح عظيم شاه سره په ګډه خبري كنفرنس ته خپله …
ترهګر مېرمنې ځانمرګو بريدونو لپاره كاروي ٬ په راخوشې كولو د بلوچستان حكومت مننه كوم: د عدليه بلوچ خبري كنفرنس
کوئټه۔ 25 ستمبر (اے پی پی) تربت څخه نيولې شوې ځانمرګې بريد كونكې مېرمن عدليه بلوچ وئيلي دي زه ګمراه كړې شوې ووم ٬ ترهګر مېرمنې ځانمرګو بريدونو لپاره كاروي٬ په راخوشې كولو د بلوچستان حكومت مننه كوم۔ د شورؤ په ورځ په كوئټه كښې خپل مور پلار ٬ د بلوچستان حكومت وياند شاهد رند او د صوبائي اسمبلۍ غړې فرح عظيم شاه سره په ګډه خبري كنفرنس ته خپله وېنا كښې عدليه بلوچ ووئيل د بده مرغه زه خلقو ګمراه كړم ٬ غرونو ته په رسېدو ماته د خپلې تېروتنې احساس اوشو او د لويې ګناه څخه بچ شوم۔ دې ووئيل ما ابتدائي زده كړې تربت څخه ترلاسه كړې٬ د نرسنګ كورس مې كوئټه څخه كړے ٬ ما د خلقو د ژوند بچ كولو څانګې سره تعلق لرلو۔ زه ځينې خلقو ځانمرګې بريد كولو ته جوړه كړې ووم ۔ دې ووئيل ما دا سوچ هم نه لرلو چې د يو بريد سره څومره بې ګناه كسان د خپل ژوند څخه لاس وينځلے شي۔ دې ووئيل زما بلوچ ځوانانو ته پېغام دے چې كومه غلطي ما كړې ده هغه تاسو ونكړئ۔ ٬ دا زيان يوازې زمونږ دے۔ داسې كارونو كومه آزادي نه ترلاسه كيږي۔ دې ووئيل دا د بربادۍ لاره ده٬ په ځان مرګې بريد كښې ځان وژل حرام دي۔ دې ووئيل د بلوچستان حكومت مننه كوم چې زه يۍ داسې ګناه كولو څخه اوساتلم۔ په دې موقع د عدليه بلوچ مور ووئيل ترهګر زمونږ له مجبورو څخه ګټه پورته كول غواړي٬ دوئي مېرمنې خپلو مقاصدو لپاره كاروي٬ دې ووئيل پرودرګار ته معلومه ده چې مونږ په څومره سختو حالاتو كښې ژوند تېر كړے ٬ د لور بې دركه كېدو څخه وروستو يوه يوه ورځ په غم او مصيبت كښې تېره شوه۔ د عدليه بلوچ پلار ووئيل زه بېنك كښې نوكري كوم٬ خپلې تنخا څخه د كور ضرورتونه ترسره كوم او بچو ته تعليم وركوم۔ ده ووئيل كوم كسان چې غرونو ته لاړ شي د هغوي بېرته راتلل ګران شي۔ ده ووئيل د پاكستان او د بلوچستان حکومت د لارې زما لور راخوشې كړې شوه۔ مونږ دلته پخپله خوښه راغلې يؤ۔ په ميډيا چې څه ښودلې شي هغه پروپېګنډا ده۔ په دې موقع فرح عظيم شاه ووئيل بلوچ خپل عزت لپاره د ژوند قرباني وركونكے قام دے۔ دې ووئيل رياست د مور ثبوت وركړے ٬ كوم كسان چې په غرونو كښې دي هغه دې بېرته د راتللو لاره خپله كري۔ د انجونو برېن واشنګ به كله هم قبول نه كړؤ۔ دا خبره دې ښكاره وي چې په بلوچستان كښې قانون نافذ كوؤنكو ادارو هغه مهال لويه كاميابي ترلاسه كړه كله چې هغوي د كېچ ضلع په تربت ښار كښې يوه مېرمن ځانمرګې بريد كونكې مېرمن ګرفتاره كړه د كومې شناخت چې د عدليه بلوچ په نامې سره شوے دے۔











