پېښور 25 ستمبر (اے پي پي) خليج بنګال هېواد څخه د هېواد په بره سيمو كښې ګرمې هواګانې داخلېدو نه وروستو په خېبرپښتونخوا كښې د 26م اكتوبر څخه د بارانونو پېل كېدو امكان دے۔ د موسميات محكمې له مخې د صوبې د بېلا بېلو ضلعو پشمول پېښور كښې د زيارت په ورځ سيلۍ طوفان سره د باران كېدو امكان دے ۔ د موسميات محكمې لخوا صوبائي حكومت ته په رپورټ …
په خېبر پښتونخوا كښې د 26م اكتوبر څخه د بارانونو پېل كېدو امكان دے
پېښور 25 ستمبر (اے پي پي) خليج بنګال هېواد څخه د هېواد په بره سيمو كښې ګرمې هواګانې داخلېدو نه وروستو په خېبرپښتونخوا كښې د 26م اكتوبر څخه د بارانونو پېل كېدو امكان دے۔ د موسميات محكمې له مخې د صوبې د بېلا بېلو ضلعو پشمول پېښور كښې د زيارت په ورځ سيلۍ طوفان سره د باران كېدو امكان دے ۔ د موسميات محكمې لخوا صوبائي حكومت ته په رپورټ كښې وئيلي شوي خليج بنګال څخه د هېواد په بره سيمو كښې ګرمې هواګانې داخلېدو نه وروستو د صوبې په چترال، دير، سوات، کوهستان، شانګله، بټګرام، مانسهره، ايبټ آباد، هري پور، بونير، مالاکنډ، باجوړ، مومند، خېبر، پېښور، صوابۍ، نوښار، مردان، چارسده، کرم، اورکزئي، هنګو، بنو، لکي مروت، وزيرستان او ډي آئي خان كښې په دمه په دمه د باران ورېدو امكان دے۔











