پاکستان کويت سره د دوه اړخيزه اړيكو لا قوي كولو عزم لري۔ د وزيراعظم د کويت ولي عهد سره په ملاقات كښې خبرې

نيويارك 25 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې د پاکستان او كوېت ترمېنځه د ورورولۍ او ملګرتيا اړيكې دي٬ پاکستان کوېت سره دوه اړخيزه اړيكې د لا قوي كولو عزم لري۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې ده دا خبره د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ 79مې غونډې په موقع د كوېت ولي عهد شېخ صباح الخالد الحمد المبارل الصباح سره …

نيويارك 25 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې د پاکستان او كوېت ترمېنځه د ورورولۍ او ملګرتيا اړيكې دي٬ پاکستان کوېت سره دوه اړخيزه اړيكې د لا قوي كولو عزم لري۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې ده دا خبره د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ 79مې غونډې په موقع د كوېت ولي عهد شېخ صباح الخالد الحمد المبارل الصباح سره په ملاقات كښې وكړې۔ وزيراعظم د دواړو هېوادونو د اوږدې مودې د ورورولۍ او دوستۍ په اړيكو د اطمينان څرګندونه كولو سره دوه اړخيزه اړيكې لا مضبوطولو له خپل عزم څرګند كړو۔ دواړو مشرانو د بېلا بېلو څانګو پشمول سياسي، اقتصادي او دفاعي څانګو كښې مرسته او د اولسي او سماجي تبادلو زياتولو په اړه هم د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ په ملاقات كښې دواړو مشرانو په دوه اړخيزه او د شريكې خوښې په سيمه ايزو او نړيوالو چارو كښې مرسته زياتولو لپاره د عزم پخلے وكړو۔