کوئټه ، په پوليس وين د بريد پيښه ٬ د 2 پوليس اهلكارو په شمول 12 كسان ژوبل

کوئټه۔ 25 ستمبر (اے پی پی) د كوئټې په ختيځ بائي پس بھوسه منډي سيمې ته نزدې په پوليس موبائل وېن د چاؤدېدونكو توكو د لارې ترسره شوي بريد په نتيجه كښې د دوه پوليس اهلكارو په شمول 12 كسان ژوبل شوي دي۔ د پولیس له مخې د شورؤ په ورځ د عبد الخالق شهيد تھاڼې موبائل د كوئټې ختيځ بائي پاس ته نزدې په ګزمه ؤ چې يوې درنې …

کوئټه۔ 25 ستمبر (اے پی پی) د كوئټې په ختيځ بائي پس بھوسه منډي سيمې ته نزدې په پوليس موبائل وېن د چاؤدېدونكو توكو د لارې ترسره شوي بريد په نتيجه كښې د دوه پوليس اهلكارو په شمول 12 كسان ژوبل شوي دي۔ د پولیس له مخې د شورؤ په ورځ د عبد الخالق شهيد تھاڼې موبائل د كوئټې ختيځ بائي پاس ته نزدې په ګزمه ؤ چې يوې درنې چاؤدنې سره مخ شو۔ د پېښې په نتيجه كښې پولیس کانسټېبل نعمت ٬ پوليس ډرائيور عبد القادر او نور 10 كسان ژوبل شول۔ پولیس او بم ډسپوزل ډلې د پېښې اطلاع ترلاسه كېدو سره روانې كړې شوې۔ بلخوا ژوبل شوي په سمدستي توګه سول روغتون ته منتقل كړې شويدي۔ پوليس او امنيتي ځواكونو سيمه محاصره كولو سره د ككړو كسانو درك لګولو له عمليات پېل كړې دي۔